پېنډۍ ۔4نومبر(اے پی پی) امنيتي ځواكونو په پي اے اېف ټرېننګ ايئربېس ميانوالي كومبنګ اېنډ كليئرنس آپرېشن بشپړ كولو سره 9 ترهګر وژلي دي۔ د آئي اېس پي آر له مخې د خالي په سهار په بېس د بزدلانه او ناكامه ترهګر بريد څخه وروستو په پېوستو سيمو كښ?? د كوم هم خطر ختمولو له د امنيتي ځواكونو لخوا كامياب عمليات وكړې شول۔ د پی اے اېف فنکشنل آپرېشنل اثاثو كښ?? كومې يوې ته هم كوم زيان نه دے رسېدلے ٬ د بريد په مهال يوازې 3 غېر آپرېشنل الوتكو ته جزوي زيان ورسېد۔ دا خبره دې ښكاره وي چې پاك پوځ په پاکستان ایئرفورس ټرېننګ ایئربیس میانوالی د ترهګرو بريد ناكامه كړو۔ د آئی اېس پی آر له مخې ترهګرو په میانوالی ټرېننګ ائیربېس سهار وختي د بريد كولو هڅه وكړه۔ د پاك پوځ فوري كارروايۍ په نتيجه كښ?? 3 ترهګر ووژلې شوو۔ د ګډې کلیئرنګ او کومبنګ آپرېشن په مهال پاتې 3 ترهګر محاصره كړې شوي۔ د آئی اېس پی آر وېنا ده چې د پاكستان وسله وال ځواكونه د ترهګرۍ لعنت په هر قيمت د ختمولو عزم لري۔