اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) په مقبوضه کشمير د هند غې?? قانوني تسلط په ضد د تورې ورځ په موقع د جمعې په ورځ په اسلام آباد كښې خارجه دفتر څخه كشميريانو سره د يووالي څرګندونې لپاره لاريون وشو چې پكښې د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي، خارجه سېكرټري سائرس سجاد قاضي، د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېكرټري ظهور احمد او د غلام محمد صفي پشمول د کل جماعتي حريت کنفرنس مش??انو٬ سياسي او ديني لارښودو٬ اهم شخصيات٬ د خارجه دفتر چارواكو او د ژوند بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكو په لويه شمېره ګډون وكړو۔ د لاريون ګډون كوونكو ته وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي خپل خاب كښې ووئيل په کشميريانو د ظلم تاريخ په لسيزو خپور دے، هند په 27م اکتوبر كال 1947 كښې په جمو و كشمير غې?? قانوني قبضه كړې٬ هند د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو خلاف ورزي او د خپل آئين نه د سرغړونې مرتكب شوے٬ په جبر زياتېدو په كشميريانو كښې د آزادۍ تنده او جذبه زياته شوې او د نړۍ يو طاقت دا جذبه نشي خ??مو??ې۔ ?? دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د هند په غې?? قانوني تسلط لاندې د جمو و كشمېر اولس سره د يووالي څرګندونې په لړ كښې لاريون ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل د هند په غې?? قانوني تسلط لاندې د جمو و كشمير په اولس د ظلم تاريخ 177 كاله پخوانے دے كله چې په كال 1876 كښې انګريز سامراج دا منطقه په 75 لكه روپۍ په ډوګره راجه ګلاب سنګھ خرڅه كړې وه۔ ده ووئيل د نن نه 76 كاله وړاندې هند په كشمير جبراً قبضه كړې او دا جبر او ظلم د ھغه وخت نه روان دے۔ ده ووئيل د جبر زياتېدو سره په كشميريانو كښې د آزادۍ تنده او جذبه زياته شوې او د نړۍ يو طاقت دا جذبه نشي خ??مو??ې۔ په دې موقع نورو ګډون كوٶنكو هم د وېنا كولو په مهال ووئيل پاكستان به د كشميريانو اخلاقي٬ سياسي او سفارتي ملاتړ جاري ساتي۔ په دې موقع مقررينو نړيوالې ورورولۍ ته ووئيل ھغوي د هند په غې?? قانوني تسلط جمو و كشمير كښې د هند رياستي ترهګرۍ ا?? د بشري حقونو په خلاف ورزو سترګې نشي پټولې۔ ?? دې نه وړاندې لاريون د خارجه وزارت څخه پېل شو او په ډي چوك پائې ته ورسېد