اسلام آباد 05 ستمبر(اے پي پي) لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ د پي ??ئي اے تنظيم نو لپاره تفصيلي پلان په اي سي سي كښې د وړاندې كولو امر كولو سره وئيلي چې د هېواد د لرې پرتو سيمو نورو ښاريو سره فضائي تړون لا پياوړې كولو له دې اقدامات وكړې شي، د پروازونو وختونه دې د مسافرو د سهولت له مخې كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د پاكستان ا??ټرنېشنل ايئر لائنز په اړه د لوړې كچې غونډې مشرۍ په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د خزانې لنډمهاله وزيره ډاکټر شمشاد اختر، د هوابازۍ سلاحكار ايئر مارشل(ر) فرحت حسېن، سلاحكار احد چيمه او اړوند چارواكو ګډون وكړو۔ په دې موقع وزيراعظم ته د پي ??ئي اے د كاركردګۍ په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ لنډمهاله وزيراعظم امر وكړو چې د هېواد د لرې پرتو سيمو نورو ښاريو سره فضائي رابطې لا پياوړې كولو له دې اقدامات وكړې شي?? د پروازونو وختونه دې د مسافرو د سهولت له مخې وساتلے شي?? پي ??ئي اے يوه اهمه قامي اداره ده كومې چې په تېر وخت كښې په زړه پورې فضائي خدمات وړاندې كړې دي او په نړۍ كښې ئې نامه پېدا كړې٬ پي ??ئي اے به يو وارې بيا به??رينه اداره جوړول وي دې لپاره دې د پي ??ئي اے مينجمنټ او د هوا بازۍ ډويژن شپه او ورځ كار وكړي۔ د پي ??ئي اے د ري سټرکچرنګ پحقله تفصيلي پلان دې زر ته زره اقتصادي رابطه كمېټۍ ته وړاندې كړې شي۔ غونډې ته ووئيل شول چې په پي ??ئي اے اېکټ 2016 كښې په دې وروستيو كښې شوې بدلون سره پي ??ئي اے د ري اسټرکچرنګ په لاره روانه شوې ده