اسلام آباد۔31 اګست(اے پی پی) نګران خارجه وزير جليل عباس جېلاني وئيلي چې پاكستان په نړۍ كښې امن په ځايې كولو له بشپړ كردار ترسره كړے دے٬ پاكستان د ملګرو ملتونو ??من مشن كښې د كردار ترسره كولو عزم لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د ملګرو ملتونو ??من مشن 2 ورځنۍ وزارتي غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل پاكستان تل تاؤ تريخوالي سره مخ سيمو كښې امن په ځايې كولو له ملګرو ملتونو ??ره په ګډه مهم كردار ترسره كړے دے ٬ د دې مشن د كار استعد??د سوا كولو له به ګامونه پورته كول وي۔ ده ووئيل د امن مشن كاميابي ګ?? اړخيزه او مربوط عواملو سره تړلې ده۔ پاكستان په 30 او 31 اګست په اسلام آبا?? كښې د ملګرو ملتونو ?? امن مشن د روانې غونډې تيارۍ غونډې كوربتوب وكړو چې سرخط يۍ”د ملګرو ملتونو ??من ډلو حفاظت او سلامتيا” دے۔ جاپان د دې غونډې شريك كوربه دے كومه چې د پاكستان تر ټولو لويې تربیتی اداره سېنټر فار انټرنېشنل پیس اېنډ سټېبلېټی (سی آئی پی ایس) كښې وشوه۔ په غونډه كښې د غړو هېوادونو ??ستازو او ځائي او نړيوالو پوهانو ګډون وكړو۔ د ملګرو ملتونو ?? سېكرټرېټ اع??ی چارواكي هم غونډه كښې موجود وو۔په دوه ورځنۍ غونډه كښې په بېلو ذېلي سرخطونو مباحثې وشوې۔ دا خبره د يادونې وړ ده چې د پاكستان شمېره د ملګرو ملتونو ??من پوځ ته زيات عسكر وركوؤنكو هېوادونو كښې كېږي۔ پاکستان كال 1960 څخه تر دې دمه نزدې په ټولو براعظمونو كښې د ملګرو ملتونو 46 امن مشنونو له دوه لكه 30 زره څخه زيات سړي او مېرمنې اهلكارې لېږلې دي۔ د پاکستان 172 امن عسكرو د خپل فرض په ترسره كولو كښې د خپلو ځانونو قرباني وركړې ده۔ دا خبره دې ياده وي چې د كال 2023 وزارتی غونډه به په ګھانا كښې كولې شي۔ دې څخه وړاندې به د څلورو غونډې يو سيريز وي په كومو كښې به چې د يوې كوربتوب پاكستان كوي۔ په دغه غونډه كښې به د ملګرو ملتونو ??من مشن لا پياوړې كولو له مخصوص څانګو ته خاص پام ګرځولې شي۔