اسلام آباد24 اګست (اے پی پی) د تجارت لنډ مهاله وفاقي وزير ډاكټر ګوهر اعجاز سره په پاكستان كښې د ازبكستان سفير ايبك عارف عثمانوف ملاقات كړې۔په م??اقات كښې د شريكې خو??ې په تجارتي چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ګوهر اعجاز سفير ته دوه اړخيزه تجارت او اقتصادي مرسته زياتولو لپاره د ټولو ممكنه آسانيو وركولو ب??ور وركړو۔ بېلو څانګو كښې د تجارتي همكارۍ زياتولو په امكاناتو ب??ث وشو۔په دې موقع ډاكټر ګوهر اعجاز ووئيل چې دا ننې ملاقات نزدې اړيكو ته ودې وركولو او د پرمختګ شريكو ګټو څخه ګټه پورته كولو پلو يو مهم ګام دے۔ سفير عثمانوف ډاكټر ګوهر اعجاز ته د لنډ مهاله وفاقي وزير چوكۍ په سنبهالولو مباركي وركړه۔ سفير د ازبك صدر او ??زيراعظم لخوا وفاقي وزير لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔