اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) لنډمهاله وزيراعظم انوار ا??حق کاکړ وئيلي دي چې د هر هېواد پرمختګ لپاره بهترين انفراسټركچر كليدي حېثيت لري٬ نېشنل هائي وے اتھارټي ګرد هېواد كښې د سړكونو د جوړولو او نګرانۍ په ل كښې په زړه پورې كردار لوبوي٬ د هېواد په داسې برخو كښې روډ انفراسټرکچر په ترجيحي بنيادونو جوړولو ته اړتيا ده چرته چې بهرنۍ سرمايه كاري امكان لري۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د نګران وزيراعظم انوار ا??حق کاکړ په مشرۍ كښې د بېلا بېلو وزارتونو مهمو چارو په اړه غونډه وشوه۔ وزيراعظم ته په دې موقع د اېن اېچ اے په جاري پرمختيائي من??وب?? تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ په غونډه كښې اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ غونډه د كوئټه سكهر هائي وے په پنجرا پل او د كوئټه ژوب سترې لارې په سوار پل د روان كار پېشرفت څخه په تفصيلي توګه خبر ك??ې شوه۔ غونډې ته ووئيل شول ??ې پنجرا پل كوم چې تېر كال په سېلاب كښې ړنګ شوې ٶ د ھغې د بيا رغونې كار به راتلونكې مياشت كښې پېل شي٬ تېر كال د سېلاب نه پس په پل تېرېدونكې ټرافيك لپاره كاز وے جوړه شوه وه چې ورسره په ټرافېك كښې رامخې ته شوې خلل لرې كړې شوې٬ 15 ميټره لوړ او نزدې 12 ميټره پلن پل جوړولو لپاره د 9 مياشتو اندازه لګولې شوه ده٬ وزيراعظم په دې موقع پل جوړولو لپاره په موده كښې د كمي كولو امر وكړو۔غونډې ته ووئيل شول ??ې پنجرا پل جوړولو سره سره به 118 كلوميټر اوږد کوئټه-دھادر روډ او 188 کلوميټر اوږد دھادر جيکب آباد روډ بيا جوړولې بحال كولې هم شي كومو سره چې به نه يوازې د وخت او اېندهن بچت وشي بلكې د ټرافېك رش به هم كم شي۔ غونډه په “سوار پل” د بيا رغونې روان كار په اړه هم خبر ك??ې شوه۔ غونډې ته ووئيل شول چې د 282 ميټر اوږد بل د مرمت كار حتمي پړاٶ كښې دې او په دې مهال د متبادل لارې د نشتوالي په سبب ټرافېك هم نه دې بند كړې شوې۔ غونډې ته ووئيل شول چې د دې پل د بيا رغو??ې په كار به هم ډېر زر كار پېل شي او دې لپاره د 6 مياشتو مودې اندازه لګولې شوې ده۔ وزيراعظم اړوند چارواكو ته په روانو منصوبې په ترجيحي بنيادونو د كار كولو او په مجوزه من??وب?? د بريفنګ تيارولو سره د وړاندې كولو امر وكړو۔ په دې موقع وزيراعظم انوار ا??حق كاكړ ووئيل چې د هر هېواد پرمختګ لپاره بهترين انفراسټركچر كليدي حېثيت لري٬ نېشنل هائي وے اتھارټي ګرد هېواد كښې د سړكونو د جوړولو او نګرانۍ په لړ كښې په زړه پورې كردار لوبوي٬ د هېواد په داسې برخو كښې روډ انفراسټرکچر په ترجيحي بنيادونو جوړولو ته اړتيا ده چرته چې بهرنۍ سرمايه كاري امكان لري۔ ده ووئيل په بلوچستان كښې په روډ انفراسټرکچر خاص كار كولو ته اړتيا ده٬ ده امر وكړو چې د كراچۍ نه تر چمن د سترې لارې بيا رغونې كار دې پېل كړې شي، د كار رفتار تندولو لپاره دې ضروري چارې وكارولې شي٬ بلوچستان سره د نورو ??وب?? رابطه سړكونه دې بهتر ك??ې شي۔ وزيراعظم ووئيل چې د حكومت كار د اولس په ژوند كښې آسانۍ پېدا كول دي۔