لاهور 10اګست(اے پی پی)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئېلي دي چې په تندۍ سره د پرمختګ كونكې نړۍ مقابلې لپاره به په پاكس??ان كښې مصنوعي ذهانت ته وده وركول وي٬د تعليم نه غېر د پرمختګ مزل ممكن نه دے٬ عصري ټېكنالوجۍ څخه ګټې پورته كولو لپاره زيركې مشرتابه ته اړتيا ده٬ عصري تقاضو سره سمون لرونكې زده كړې او تربيه ضروري ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ ځايې هوټل كښې د روغتيا په څانګه كښې د مصنوعي ذهانت او مشين لرننګ استعمال په اړه كنفرنس_انسټاكيئر فيوچر هېلت فورم”ته خطاب كښې وكړه۔په دې موقع وړومبۍ مېرمن بيګم ثمينه علوي٬نګران صوبائي وزير ډاكټر جاوېد اكرم٬د انسټاكيئر فيوچر هلت فورم سي اي او بلال امجد او د روغتيا څانګې سره تعلق لرونكې ګڼ شمېر پوهان موجود ??و۔??در مملكت ووئيل په ګاونډي هېوادونو كښې د خواندګۍ شرح 100 فيصد ده٬ نالوستې كسان به ټولنې او هېواد لپاره ګټور جوړول وي ٬ د پاكس??ان ځوانان بشپړه صلاحيت لري٬ پاكستانيان په نورو هېوادونو كښې په ګڼو څانګو كښې خذمات ترسره كوي۔ده ووئيل د پوهنتونونو اجاره داري ختمېږي٬مصنوعي ذهانت لپاره نه روپو او نه كومې مرستې ته اړټيا ده۔ده ووئيل اسلام انسانانو ته نېغه لار ښائي۔ ده ووئيل كه مونږ د يوبل د خبرې زغمل٬ د نورو مرسته ا?? د هغوي خذمت خپل شعار جوړ كړؤ نو زه باور لرم چې پاكس??ان به په سباؤن كښې د پرمختلليو هېوادونو په صف كښې شامل شي۔ده هيله څرګنده كړه چې د پاكس??ان سباؤن روښانه دې يوازې اړخ سمولو ته اړټيا ده۔د كنفرنس په آخر كښې صدر مملكت د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكو له ايوارډز وركړل۔ په ا??وارډز ترلاسه كوؤنكو كښې ډاكټر یاسر نیازی ،ډاكټر عمر چغتائی ،امبر بشیر ،تیمور ضیا، خورشید انور ،ډاكټر ابصار عارف ،بلال امجد، محمد احمد ،عائشه صدیق، ډاكټر شهلا جاوید ،وقاص الحسن ،ډاكټر عاطف الرحمن او نور شا??ل وو