دبئۍ 01 دسمبر (اے پي پي) لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ د نېدر لېنډ كمپنو ته په كركيله ٬ باغبانۍ ٬ د اوبو انتظام او د تجديد وړ توان په څانګو كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركولو سره وئيلي دي چې پاکستان او نېدرلېنډز د شريكې خوښې په چارو كښې دوه اړخيزه او د اروپائي ائتلاف د لارې په ګډه كار كول غواړي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخو?? د ??اري بيان له مخې وزيراعظم انوار الحق کاکړ په دبئۍ كښې د کن??رنس آف پارټيز (کوپ۔28) په مهال د نېدرلېنډ وزيراعظم مارك روټۍ سره ليدلي٬ په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسملبۍ په غونډه كښې د ملاقات نه پس د دواړو مشرانو دا دوېم ملاقات ٶ٬ دواړو مشرانو په دوه اړخيزه اړيكو او د افغانستان صورتحال پشمول د شريكې خوښې په نړيوالو او سيمه ايز چارو د خيالا??و څرګندونه كړې٬ دواړو مشرانو په غزه كښې د انساني حقونو په خرابېدونكي وضعه هم د خيالا??و څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم انوار الحق کاکړ په دې خبره زور رواړو چې پاکستان او نېدرلينډز د شريكې خوښې په دوه اړخيزه چارو او د اروپائي اېتلاف د لارې په ګډه كار كول غواړي۔ ده د نېدر لېنډ كمپنو ته په كركيله٬ باغبانۍ ٬ د اوبو انتظام او د تجديد وړ توان په څانګو كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړه٬ دواړو مشرانو د د دواړو هېوادونو ترمېنځه په اړيكو كښې د اضافې په رفتار د اط??ينان څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل كم كاربن خارج كوٶنكو هېوادونو كښې د شاملېدو باوجود پاكستان د ??وس??ياتي بدلون خطرو سره مخ دے ۔ په دې موقع وزيراعظم انوار الحق کاکړ د نېدرلېنډز وزيراعظم ته د پاكستان دورې بلنه هم وركړه۔