اسلام آباد۔29 نومبر(اے پی پی) د اطلاعات ٬ خپرونو پارليماني چارو وفاقي وزير مرتضی سولنګي وئيلي دي د پ??كس??ان وجود د ټولو اقليتونو د حقونو ضامن دے ٬ پ??كس??ان چې څومره مضبوط وي دومره به د هند دننه د مظلومو وګړو غږ قوي وي٬ نرېندر مودي كله هم د مظلوم ترڅنګ نه دے ولاړ ٬ هند كښې په مذهبي اقليتونو ظلم او زياتې روان دے٬ د بشري حقونو تنظيمونه په هند كښې اقليتونو سره روان ناروا سل??ك په ډاګه كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د شورؤ په ورځ ده د فرېنډز آف کشمیر انټرنېشنل ??و کشمیر میډیا سروس تر اهتمام لاندې په ” هند كښې په اقليتونو او كشميري اولس ظلم او زياتې” په سرخط تابيا شوي سيمينار ته خپل خطاب كښې وكړه۔ نګران وفاقي وزير ووئيل پ??كس??ان تل د كشمير كاز اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتلے او دا به د مقبوضه كشمير تر آزادۍ دوام لري۔ ده ووئيل په پ??كس??ان كښې چې كله هم اقليتونه كومې ناوړه پېښې سره مخ شوي زمونږ ټولنه بلكې سياسي ګوندونه او حكومت د مظلوم ترڅنګ اودرېدلي دي۔ د جډانواله د افسوس وړ پېښې څخه فوري وروستو وزيراعظم پخپله دغلته لاړو ، د اقلیتونو د شوي زيان ازاله يۍ وكړه٬ دا هغه فرق دے كوم چې د پ??كس??ان او هند ترمينځه موجود ??ے۔ ده ووئيل كوم تشدد كونكے رياست زيات وخت لپاره نه پاتې كيږي٬ هغه وخت به ضرور راشي كله به چې دا د تشدد كارروايۍ ختمې شي۔ ده ووئيل پ??كس??ان د بشري حقونو او په خاص توګه د كشمير په اړه په خپل دريځ ټينګ ولاړ دے او د كشميري اولس د بشري حقونو ٬ د خپلواكۍ حق له د هغوي د روانو هڅو سفارتی او سیاسی مرسته يۍ د تېرو 75 كلونو څخه روانه ساتلې ده۔ ده ووئيل پ??كس??ان چې څومره مضبوط وي دومره به هند كښې د مظلوم اولس غږ قوي وي نو ځكه د پ??كس??ان معاشي او سياسي استحكام په حقيقت كښې يو ضمانت ??ے۔ ده ووئيل د مظلوم كشميري اولس مرستې له به پ??كس??ان له خپل كردار دوامدار ساتل وي۔ ده ووئيل زمونږ ميډيا اصل حقيقت او شمېر?? نړۍ ته وړاندې كوي٬ مونږ د هند په شان سېنسرشپ ته اړتيا نه لرؤ۔ ده ووئيل هند زمونږ په يو شمېر سوشل میډیا اکاؤنټس بندېز لګولے دے په كومو كښې چې رېډيو پ??كس??ان هم شامل ??ے۔ د فلسطینی اولس په اړه ده ووئيل په فلسطینی اولس د ظلم او زياتي باوجود نن هم د فلسطين د آزادۍ روح ته ماتې نه ده وركړې شوې۔ د فلسطين ملاتړ لپاره ګرد?? نړۍ څخه غږ پورته شوے۔ ده ووئيل لكه څنګه چې د هند دننه مظلومو وګړو او په خاص توګه كشميري اولس لپاره غږ پورته كولې شي دغسې فلسطیني اولس لپاره هم غږ قوي شوے دے او دا به ضرور رنګ راوړي۔