اسلام آباد۔14نومبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ نګران وزير محمد سميع سعيد سره ډائرېکټر ډوېلپمنټ برټش هائی کمېشن پاکستان جوموئير د نهې په ورځ ملاقات كړے۔ ملاقات كښې پاكستان كښې په روانو بېلو منصوبو د خيالاتو څرګندونه او په سباؤن كښې په نورو څانګو كښې د كار په زياتولو موافقت وكړے شو۔ په دې موقع نګران وزير د برټش هائي كمېشن لخوا څو لسيزو څخه روانې مرستې لپاره د ده د ملاتړ ستائنه وكړه كومه چې د پاكستان په سماجي او اقتصادي پر??ختګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده په خاص توګه د موسمياتي بدلونونو په اړه په بېلو څانګو كښې روانو پر??ختيائي منصوبو لپاره د ده د پر??ه پسې ملاتړ او عزم ستائنه وكړه۔ په دې موقع نګران وزير په قومي موسمیاتی مالیاتی تګلاره رڼا واچوله كومه چې شعبه جاتی ترجیحات په ګوته كولو او د موسمیاتی مالیات پېمائش لپار?? جوړه كړې شوې۔ په دې موقع جو موئیر د منصوبه بندۍ وزارت اقدامات وستائل او په سباؤن كښې يۍ د خپل اړخه د بشپړه مرستې باور وركړو۔ ده د تلپاتي پر??ختګ په سفر كښې د پاكستان ملاتړ لپاره د برطانيې د عزم پخ??ے هم وكړو