اسلام آباد۔22اکتوبر(اے پی پی)د بشري حقونو قومي كمېشن (اېن سی اېچ آر) او انټرنېشنل آرګنائزېشن فار مائیګرېشن (آئی او اېم) پاکستان د بشري حقونو تحفظ سره په اړوندو اقداماتو كښې د مرستې لا مضبوطولو له د اتوار په ورځ د تفاهم يادښت لا?? ليك كړو۔ دا اېم او یو د تاركين وطن خې?? ښېګړې او بشري حقونو ته ترجيح وركولو له د دواړو تنظيمونو د عزم عكاسي كوي۔ د اېم او يو لاندې به اېن سی اېچ آر او آئی او اېم پاکستان په ګډه اړوندو فعاليتونو كښې برخه اخل?? چې مقصد يۍ تحقيق ٬ خبرتيا او رس??ئي غ??ره جوړول او د پاكستاني حكومت د ترجيحاتو لمخې پالېسي مشاورت كول دي۔ د اېن سي اېچ آر چيئرپرسن رابعه جوېريه آغا د تاركين وطن په حقونو رڼا اچولو سره ووئيل د يوناني تاركين وطن كشتۍ پېښه هغه دړدېدلې خطرې رامخې ته كوي كومو سره چې خلق د غ??ره سباؤن په لټون كښې مخ كېږي۔ دې ووئيل د اجتماعي هڅو د لارې مونږ د نقل مكانۍ حوالې سره يو محفوظ او غ??ره نقطه نظر لپاره كار كولې شوو كوم چې د غ??ره سباؤن په لټون كښې د خلقو خې?? ښېګړه او وقار په ځايې ساتلې شي۔ دې ووئيل لا?? ليك شوې د تفاهم يادښت به د دې مقصد مخ په وړاندې بوتللو كښې مهم كردار ترسره كړي۔ د آئی او اېم پاکستان چیف آف مشن میو ساتو ووئيل د تفاهم دا يادښت په مناسب وخت لا?? ليك شوے دے٬ په كوم كښې چې د كډوالو په بدلېدونكو رجحاناتو او شواهدو د اډانه حل ضرورت ذكر كړے شوے دے۔ اېن سي اېچ آر يوه وفاقي قانوني اداره ده كومه چې د پېرس د اصولو له مخې د 2012 د اېن سی ایچ آر اېکټ 16 لاندې جوړه كړې شوې ده۔ دا يو آزاد نېشنل هیومن رائټس انسټی ټیوټ دے كوم چې په كال 2015 كښې جوړ كړے شو۔