اسلام آباد۔5 اکتوبر(اے پی پی) د نګران ح??وم?? اقداماتو په نتيجه كښې د زيارت په ورځ په انټربېنک كښې د پاكستان روپۍ په مقابل كښې د ډالر قدر 1.18 روپۍ لا كم شوے۔ تېره ورځ د كاروبار بندېدو په مهال د ډالر بيعه 284.68 روپۍ وه كومه چې د كمېدو نه پس 283.50 روپۍ پاتې شوه ۔ د سټېټ بېنک لخوا د جاري كړي بيان له مخې د ډالر قاچاق او ذخيره اندوزۍ چې معيشت ته كوم زيان رسولو د هغې مخنيوي له ح??وم?? په منظمو جرائمو كښې د ككړو عناصرو په ضد په لويه كچه كرېك ډاؤن پېل كړے دے۔ د تېرې ورځې شمېرو څخه دا څرګندېږي چې د پاكستان روپۍ په قدر كښې پرله پسې زياتوالے د نګرانۍ ح??وم?? د حكمت عملۍ نتيجه ده۔ د سټېټ بېنک له مخې د تېرو درېو اونيو په مهال د ډا??ر په بيعه كښې په انټر بېنك كښې نزدې 24 او اوپن مار??يټ كښې 50 روپۍ څخه زيات كمے راغلے ۔ د نګران ح??وم?? مثبت معاشي پالېسيو له امله په سټاك مار??يټ كښې په زړه پورې تندي رامخې ته شوې او پاكستان سټاك اېكسچېنج كښې 200 څخه د زياتو نقطو اضافه شوې۔ دغسې د ډا??ر په قدر كښې د كمي لړۍ هم پرله پسې دوامداره ده۔