اسلام آباد۔29 اګست(اے پی پی)د مذهبي چارو لنډ مهاله وفاقي وزير انيق احمد سره د ن??ې په ورځ سعودي سفير نواف سعيد المالكي ملاقات وكړو۔ دواړو لارښودو د راتلونكي حج په انتظاماتو٬ دوه اړخيزه اړيكو او اسلامي نړۍ ته په پېښو مسئلو تفصيلي خب??ې اترې وكړې۔ په ملاقات كښې د مذهبي چارو سېكرټري آفتاب اكبر دراني او د رابطه عالم اسلامي ريجنل ډائرېكټر سعد بن مسعود الحارثي هم موجود و۔د مذهبي چارو وفاقي وزير انيق احمد خپلو خب??و كښې ووئيل سعودي عربستان سره د عقيدت٬ ګډ احترام او ورورولۍ رشته ده٬ زما مشن دې چې په دې لنډه موده كښې پاكستاني حج كونكو ته زياتې آسانۍ وركړم٬ سعودي سفير يو محترم ورور دے٬ ده سره به هره ??مك??ه ملاتړ او مرسته روانه ساتلې شي۔ ده سعودي سفير ته ووئيل چې د مذهبي چار?? وزارت به(سبا)د شورو په ورځ اسلام آباد كښې د مذهبونو ترمينځه همغږۍ كنفرنس كوي چې پكښې به د ټولو مذهبونو سره تعلق لرونكي مشران٬سفيران او د سول سوسائټۍ استازو سره مكالمه كولې شي۔ده ووئيل چې د مذهبي چار?? وزارت به روايتي عقيدت او احترام سره 12 ربيع الاول قامي سيريت كنفرنس هم كوي٬سږ كال د كنفرنس عنوان” د سيرت طيبه په رڼا كښې د هېواد معاشي استحكام حكمت عملي” غوره كړے شوے دے۔ د سعودي سفير نواف المالكي ووئيل چې رابطه عالم اسلامي هم په عصري مسئلو ډېر زر نړيوال كنفرنس كوي۔ ده ووئيل چې د حج د سعودي وزير ډاكټر توفيق بن فوزان الربيعه د پاكستان دوره كاميابه او يادګاري وه٬ سعودي عرب څخه ډېر زر د مهمو شخصياتو پاكستان ته راتلل متوقع دي۔ ده مرستې او ملاتړ له د خپل عزم په تكرارولو د مذهبي چار?? وزير انيق احمد مننه وكړه