اسلام آباد۔26جولائی(اے پی پی) د پارليمان په شريكه غونډه كښې د بېلو سياسي ګوندونو غړو د اعتراض په نكته د خيالاتو څرګندونه كولو سره مسئلې رامخې ته كړي۔د شورو په ورځ د پارليمان په شريكه غونډه كښې د اعتراض په نكته د قامي اسمبلۍ غړي قادر مندوخيل ووئيل چې د قرآن پاك د بې حرمتۍ په پ??ښو د دې ايوان څخه قرارداد راتلل پكار دي٬د مسلمان په حېث مونږ د اقليتي وروڼو د مقدس كتابونو احترام كوو خو لويديز كښې هره ورځ د اسلامي شعائرو بې حرمتي كېږي٬ د سويډن په څير هېوادونو سفيران دې خارجه دفتر ته راوبللې شي او دوئي ته دې سخت احتجاج وكړے شي٬ دوئي بايد هېواد څخه وشړلې شي ٬ د ډول هېوادونو سره د سفارتي اړيكو هڅې ګټه نشته۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه ??روېز اشرف ووئيل چې د سويډن په پ??ښه په شريكه غونډه كښې قرارداد وړاندې كړی شوې و٬ټول ايوان د دې غندنه كړی وه۔ د قامي اسمبلۍ غړي مولانا عبدالااكبر چترالي ووئيل چې د پاكستان په آ??ين كښې د ټولو مذهبونو وګړي برابر دي ٬په سندھ كښې د ډاكوانو هندو كميونټي له دړكې وركول آ??ين پاكستان ته د دړكو وركولو برابر دي ٬ده ووئيل د دغې ډاكوانو په ضد عمليات نه كېږي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه ??روېز اشرف ووئيل مونږ ټول د آ??ين او اقليتونو سره يو او د هغوي د حقونو تحفظ به كوو۔د قامي اسمبلۍ غړي غوث بخش مهر ووئيل زمونږ سيمې اوس هم پسمانده دي٬ د انګريز د نظام مونږ غندنه كوو او اسلامي نظام هم نافذولو ته نه پرېښودلې كېږي۔ده ووئيل په تېر وخت كښې فيوډل نظام كښې ډاكوان نه شو راتللې بايد د فيوډل نظام ښه روايات په ځاې وساتلې شي۔ سېنېټر هدايت الله ووئيل خېبرضلع كښې د ترهه ګرۍ په يوه پ??ښه كښې يو اے اېس آئي شهيد شوې او جومات هم شهيد شوې٬په دې ورستيو كښې په خېبرپښتونخوا كښې د ترهه ګرۍ نوې بهير رامخې ته شوې ٬مونږ يو خطرناك صورتحال پلو روان يو۔اے اېن پي د ترهه ګرۍ په ضد قربانۍ وركړي۔