اسلام آباد 21جولائی(اے پ?? پی)د امريكې صدر خاص مرستيال او په نېشنل سيكيورټۍ كونسل كښې د سوئېلي آسيا لپاره سينئر ډائرېكټر ريئر اېډمرل ايلين لاوباچر يو اعلٰی كچ پلاوي مشري كولو سره د پاكستان دوره ورځنۍ دوره وكړه۔د خا??جه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د جمعې په ورځ پرېس بريفنګ كښې وئېلي دي چې په پلاوي كښې د امريكې خا??جه محكمې٬دفاع محكمې او سپينې ماڼۍ غړي شامل وو۔دې ووئيل چې د امريكې پلاوي د جولائي په 19مه نېټه خا??جه وزير بلاول بهټو زرداري سره ملاقات كړې چې په كښې د شريكې خوښې چارو پشمول په سيمه او نړيوال صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړی۔خا??جه وزير په دې خبره زور راوړو چې پاكستان امريكې سره د اوږدې مودې او پراخا بنياد اړيكې لري كومې چې لا قوي او پراخا كولو ضرورت دې۔ده د دواړو خوا د اولسي استازو او عهديدارو ترمينځه د اعلٰی كچ رابطو زياتولو په ضرورت هم زور راوړو۔ايلين لاوباچر پاكستان سره خپلې اړيكو لا مستحكم او لا قوي كولو لپاره د امريكې عزم پخلې وكړو او د دې هيلې څرګندونه وكړه چې پاكستان او امريكا د شريكو ګټو ترلاسه كولو لپاره به په ګډه كار كوي