بیجنګ۔10جولائی(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقداماتو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال د ډيجيټل اكانومي ود?? په اهميت رڼا اچولو سره وئيلي دي چې د هېواد تلپاتې پرمختګ باوري كولو له ډیجیټل اکانومی ضروري ده٬ نړۍ بايد د چين تجربو څخه استفاده وكړي او پاكستان د سي پېك د لارې د چين تجرباتو څخه زده كړه كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په بيجنګ كښې د “صنعت کاری او ډیجیټل کنکټیویټی” په سرخط يو مباحثې ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل سي پېك منصوبه په يو مهم پړاؤ كښې داخل شوې ده٬ د اوسني حكومت راتللو سره په دې كښې تندي رامخې ته شوې۔ ده ووئيل دا دور د انډسټری 4.0 دے ك??م چې كاروبار او سټارټ اپس له نوې لارې هوارې كړې دي او مونږ له به د ډیجیټل انقلاب د لارې رامخې ته شويو امكانانو څخه ګټه پورته كول وي۔ ده ووئيل حکومت په پاكستان كښې آر اېنډ ډی له په ترجيحي ببنيادونو فنډنګ بېلوي۔ ده ووئيل ډیجیټل کنکټیویټی په صنعتي څانګو كښ?? په مواصلاتو او همكارۍ كښې بدلون راوستلے دے۔ وفاقی وزیر ووئيل ای پاکستان، 5 ایز ((Es فریم ورک كښی يو مهم “ای” دے ك??م چ?? په دې ورستيو كښې د منصوبه بندۍ وزارت لخوا پېل كړے شوے دے۔ وفاقي وزير ګډون كوؤنكو ته د حكومت لخوا په پورته كړې شويو مهمو ګامونو رڼا اچولو سره ووئيل حکومت د آرټیفیشل انټیلی جنس ، سائبر سکیورټی، آټومیشن او روبوټکس سنټرز جوړ كړي دي او په بګ ډېټا او کلاؤډ کمپیوټنګ، کوانټم کمپیوټنګ او نېنو ټیکنالوجی كار روان دے۔ ده ووئيل چ??ن د ذكر وړ اقتصادي ټېکنالوجيکل پرمختګ كړے دے ك??م چې دا پرمختګ كوؤنكو هېوادونو لپاره يوه د قدر وړ نمونه جوړوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې وفاقي وزير احسن اقبال د سي پېک 10 كلونو دستورو په موقعه په 11 جولائي كېدونكې خصوصي يادګاري 12 مې د ګډې مرستې كمېټۍ (جے سی سی) كښې ګډون لپاره د چين په 4 ورځنۍ سركاري دوره دے۔