اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهبا?? شريف کوه پېما نائله کياني او ثمينه بېګ ته د نړۍ د نهمې لوړې څوكې نانګا پربت په سر كولو مباركي وركولو سره وئيلي چې د نړۍ تر ټولې دنګې څوكې ماٶنټ اېورسټ نه پس د نانګا پربت په څير د زياتې خطرناكې څوكې سر كوؤنكو لومړو مېرمنو كېدو درناوې ترلاسه كولو سره دوئي يو وارې بيا په نړۍ كښې د پاكستان ??امه روښانه كړې ده۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان ??ه مخې وزيراعظم ووئيل ثمينه بېګ او نائله کيان?? ثابته كړه چې د دوي همت٬ عزم او اراده د دغه څوكو نه هم زيات لوړ والې لري او دوي د پاكستان د همت لرونكو مېرمنو نمائنده دي كومې چې په خوارۍ ٬ لوړو ارادو او د مقصد ترلاسه كولو په هڅو كښې د چا نه وروستو نه دي۔ ده دعا وكړه چې ثمينه بېګ، نائله کياني او د دوي په څير د ق??م نورې لونړا دغسې په نړۍ كښې د پاكستان ??امه روښانه كوي ??و كاميابۍ دې ترلاسه كوي۔ د يادونې وړ ده چې وزيراعظم په مئي كال 2023 كښې نائله کياني له د ستاره امتياز اعزاز وركړې ٶ٬ نائله کياني دوېمه پاكستانۍ مېرمن كوه پېما ده كومې چې ماٶنټ اېورسټ سر كړې ٶ۔ دې نه وړاندې ثمينه بېګ وړومبۍ پاکستانۍ مېرمن وه چا چې ماونټ اېورست سر كړې ٶ۔