اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) د خزاني وزیر محمد اسحاق ډار سره د پاکستان سټاك ایکسچینج او می??چل فنډز ایسوسی اېشن شريك پلاوي ایف بی آر هیډ کوارټرز ا??لام آباد كښې ملاقات کړې۔د پاکستان سټاك ایکسچینج نمائندګی د هغې منیجنګ ډائریکټر /چیف ایګزیکټو آفیسر فرخ حسین او چیف فنانشل آفیسر احمد علی كوله دغسې د می??چل فنډز نمائندګی میر عادل او عارف قادری كوله۔ ملاقات په مهال د خزاني وزير سره وزیر مملکت ډاکټر عائشه غوث پاشا،د وزیر اعظم خاص مرستيال طارق باجوه، خاص مرستيال طارق محمود پاشا، ریفارمز اینډ ریسورس موبلائزیشن کمېشن چیئرمېن اشفاق توله،چیئرمېن اېف بی آر عاصم احمد او د خزاني وزارت او ریونیو ډویژن اعلیٰ چارواكي موجود وو۔ سټیټ بینك آف پاکستان ګورنر جمیل اح??د هم په دې ملاقات كښې موجود وو۔ ملاقات كښې می??چل فنډز ایسوسی اېشن نمائندګانو د شریعت سره مطابقت لرونكي می??چل فنډز په نمو رڼا واچوله او تجویز ئې وړاندې كړو چې شریعت سره مطابقت لرونكي شارټ ټرم سکوك به معارفي كولې شي۔ده راروان بجټ كښې می??چل فنډز ودي لپاره ځيني اقدامات هم تجویز کړل۔ پاکستان سټاك ایکسچینج نمائندګانو تيرو 6 كلونو په مهال ما??کی?? کیپټلائزیشن كښې په كمي رڼا اچولو سره ووئيل سټاك ما??کی?? يو ډاکومنټډ سګمنټ دې او قامی خزانه كښې لويه برخه لري۔ د خزاني وزیر پاکستان سټاك ایکسچینج انډیکس كښې په کمی د تشویش څرګندونه وكړه۔ده ووئيل يو وخت ؤ چې د پاکستان سټاك ایکسچینج کارکردګي ډيره ښه وه۔ده پلاوي له باور وركړو چې د هغوي د مسئلو به آزاله كولې شي او داسې ګامونه به پورته كولې شي چې پاکستان كښې ورسره سرمایه کارۍ ډاډګيرنه وكړې شي