اسلام آباد 30 مئي (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي چې د مفادات د جنګ په صورت كښې منصف له د انصاف په كرسۍ ناسته پكار نه ده، غواړو چې د پارلمان او سپريم كورټ ترمېنځه اختلافات نه وي٬ د آئين له مخې يوه اداره بل?? آئيني اداره ته ډكټېټ كولې نشي٬ چې د پارلمان په معاملو ??ښې مداخلت وي نو دې پارلمان له هم خپل كردار لوبول پكار دي۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د خبرو په مه??ل خواجه محمد آصف ووئيل خبره اوس تر دې رارسېدلې ده چې مونږ كوم كار وكړو او د قانون له مخې وي هم دوي ھغه مسترد كوي۔ کابينې يو كمېشن جوړ كړې چې پكښې د سپريم كورټ سينئر او دوه د هائي كورټس چيف جسټس شامل وو٬ چيف جسټس دوي د كار نه منع كړي٬ چيف جسټس دې لپاره شامل نه كړې شو ځكه چې په آډيو ټېپس كښې د دوي خواښې شامل وه دې لپاره د اصولو ??ه مخې چيف جسټس نه دې شامل كړې ش??ې، دا تاثر دې چې آډيو ټېپس يا ليکس كېدې شي چې فون سره ډيوائس لګولو سره اورېدلې شي٬ په برتانيه كښې يو كس په پاكستان كښې فون هېك كولې شي٬ دا مه??ل نړيوال هېكرز فعاله دي۔ ده ووئيل د مفادات د جنګ په صورت كښې منصف له د انصاف په كرسۍ ناسته پكار نه ده، غواړو چې د پارلمان او سپريم كورټ ترمېنځه اختلافات نه وي