اسلام آبا??۔23??ئی(اے پی پی) نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشنز سېنټر (اېن سی او سی) وئيلي دي چې په هېواد كښې په نورو 2 كسانو كښې د كووېډ 19 تشخیص شوے دے او د 7 رنځورانو حالت اندېښمن ښودلے شوے دے۔ د اېن سي او سي لخوا د جاري شوي شمېرو له مخې ?? تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 946 ټېسټونه وكړې شول په كومو كښې چې د 2 كسانو ټېسټونه مثبت راغلي دي چې ورسره په هېواد كښې د كورونا وائرس شرح 0.21 فیصده پاتې شو?? ده۔ د شمېرو له مخې دا مهال د كورونا وائرس په رنځورانو كښې د 7 حالت اندېښمن دے۔ ?? تېرو 24 ساعتو په مهال په لاهور كښې 176 ټېسټونو كښ?? د1 په مثبت راتللو مثبت شرح 0.57 فیصده پاتې شوه۔