کوئټه۔22مئی(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېكرټري سهېل علي خان وئيلي دي د مثبت قامي تشخص په رامخې ته كولو ??ښې د اسټېټ ميډيا كردار زيات مهم دے٬ د پی آئي ډی، پی ټی وي ، رېډیو پاکستان او اے پي پي ترمينځه فعاله تړون ته وده وركولو سره انتظامی چارو ??ښې آساني او په سروسز ??ښې لا پياوړتيا رامخې ته كېدې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د پرېس انفارمېشن ډیپارټمنټ، پی ټي وي ، رېډیو پاکستان او اے پی پی ریجنل مشرانو غونډې ته خطاب ??ښې وكړه۔ په ??ې موقع د پرېس انفارمېشن ډیپارټمنټ ريجنل هېډ عبد المنان هم موجود ؤ۔ د اطلاعات او خپرونو سېكرټري سهېل علي خان ووئيل پبلک سېکتر ډوېلپمنټ پروګرام ??ښې د رېډيو پاكستان د نوي ډ??جي??ل ټرانسميټر نصب كول منصوبې هم شاملې دي٬ ??ې منصوبو بشپړېدو سره به د رېډيو اورېدونكو ته مصدقه او معياري خپرونې ترلاسه شي۔ ده ووئيل په بلوچستان كښی د سرکاری میډیا ریجنل دفترونو جاج اخستو سره به اړوندو انتظامي مشرانو ته ضروري وسائل وركولې شي بياهم په ځايې كچه د اسټېټ ميډيا ذمه وار دې خپلو ??ښې تړون لا فعاله كولو سره د ترلاسه وسائلو لاندې لاجسټك او انتظامې چارې ښه كولو له ګامونه پورته كړي۔ په غونډه ??ښې د پي آئي ډي بلوچستان ريجنل ډائرېكټر عبدالمنان ، د پی ټی وی جنرل منېجر ، د رېډیو پاکستان اسټېشن ډائرېکټر انیس الرحمن او د اے پي پي بېورو چيف نذر محمد ٬ د بلوچستان د اطلاعات سېكرټري د خپلو خپلو ادارو لخوا بريفنګ وركړو۔(