اسلام آباد 18 مئي (اے پي پي) پاکستان د ف??سط??ن په شخړيزو سيمو كښې د اسرائيل ??ه كاروائيو كښې د مېرمنو او كوچنيانو پشمول د 33 وګړو د شهادت غندنه كولو سره اسرائيل څخه غوښتنه كړې چې ھغوي د خپلو نړيوالو ذمه وارو پالنه او په دې وروستيو كښې د ډز بندۍ د لوظنامې احترام وكړي۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل ??اکستان په غزه او د مقبوضه ف??سط??ن په نورو سيمو كښې په شوي پېشرفت ژور نظر ساتلے او پاكستان په سول آبادۍ د تشدد اثراتو پحقله فكر مند دے۔ دې ووئيل ??ونږ په تېرو څو ورځو كښې د مېرمنو او كوچنيانو پشمول د 33 نه د زياتو ف??سط??ني وګړو د شهادت سخته غندنه كوٶ او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره لاس په دعا يو۔ وياند ووئيل ??ونږ اسرائيل څخه مطالبه كوٶ چې ھغوي د خپلو نړيوالو ذمه وارو پالنه او په دې وروستيو كښې د ډز بندۍ د لوظنامې احترام كولو سره په غزه كښې څو ورځو څخه روان خونړے جنګ او د طاقت بې درېغه استعمال ختم كړي٬ وياندې ووئيل ??اكستان به د ف??سط??ن كاز لپاره خپل غېر متزلزل ملاتړ روان ساتي او ھغه د ملګرو ملتونو او د او آئي سي د اړوندو قراردادونو له مخې د 1967 نه د وړاندې پولې له مخې چې پايه تخت ئې القدس الشريف وي د عمل وړ٬ خپلواكه او متصل ف??سط??ني رياست لپاره د خپلې مطالبې تجديد كوي كوم چې د ف??سط??ن كشالې يوازنې سپېځلې٬ جامع او تل پاتې حل دے