اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) صدر م??لکت ډاکټر عارف علوي نجي بېنکونو ته د فراډ د لارې ځپليو ته د 5 لكه 64 زره نه د زيات رقم ادا كولو امر كړې٬ ځپلو څخه د فنډز آن لائن منتقلۍ او د اے ټي اېم فراد د لارې رقم وهلې شوې وو۔ صدر م??لکت د بېنکنګ محتسب د دريو پرېكړو په ضد الائيډ بېنك ، يونائيټډ بېنك او د يو وګړي اپيل ترسره كړے۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د شکاي?? كوٶنكو محمد سليم ظفر، هدايت ??لله او غلام محمد په لاهور كښې په الائيډ بېنك لمېټډ، ضلع کرک كښې په يونائيټډ بېنك لميټډ او په پېښور كښې الائيډ بېنك لمېټډ كښې جلا جلا كهاتې وې۔ سليم ظفر ته د الائيډ بېنك لمېټډ هېلپ لائن سره ملاوېدونكي نمبر څخه كال موصول شوې او ھغه ته ئې بېنك سره د اړوند معلوماتو شيئر كولو وئيلي ٶ او د دې نه پس د شكاي?? كوٶنكي بېنك كهاتې څخه 3 لكه 48 زره 500 روپۍ وويستلې شوې۔ دغسې د هدايت ??لله د يونائيټډ بېنك لمېټډ ډيجيټل اېپ استعمالولو سره نامعلوم كس يو لك 70 زره 969 روپۍ اېستې وې حالانكه ھعه د الېكټرانك فنډز ټرانسفر سهولت لپاره درخواست نه ٶ وركړې او نه ئې استعمالولو۔ دغسې د غلام محمد کارډ په اے ټي اېم مشېن كښې پاتې شوې او بيا معلومه شوه چې د ھغه د كارډ د لارې د ھغه اكاٶنټ څخه 45 زر?? روپۍ اېستې شوې دي۔ شكاي?? كوٶنكو ريليف لپاره بېنك ته رجوع كړې خو عبس٬ د دې نه پس دوي جلا جلا بېنك محتسب ته رجوع وكړه او محتسب دوي ته د اېستې شوې رقم وركولو امر كړې۔د دې نه پس د بېنكنګ محتس?? پرېكړو په ضد بېنكونو صدر م??لكت ته اپيلونه وكړل ٬ صدر م??لكت بېنكونو ته امر وكړٶ چې ھغوي دې د فراډ دريو واړو ځپلو ته رقم ادا كړي