اسلام آباد 08 مئی(اے ??ی پی)خارجه وزير ??لاول بهټو زرداري سره پاكستان كښې د اروپائي ائتلاف سفير ??ينا كيونكا د ګل په ورځ په خارجه دفتر كښې ملاقات كړے ۔د خارجه دفتر له مخې په ملاقات كښې د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه اړيكو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔په ملاقات كښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم خبرې شوي ۔خارجه وزير ??و د اروپائي ائتلاف سفير په ملاقات كښې د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه په زياتو شوو دوه اړخيزه اړيكو د اطمينان څرګندونه كولو ??ره دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه څانګو كښې د مرستې زياتولو لپاره د خپل عزم پخلے كړے۔په دې موقع خارجه وزير ??لاول بهټو زرداري وئيلي دي د جي اېس پي پلس پشمول اقتصادي څانګه كښې مرسته به د پاكستان او اروپائي ائتلاف دواړو لپاره ګټوره ثابت شي۔