اسلام آباد۔2مئی(اے ??ی پی) (اے ??ی پی) د روغتيا قومي ادارې ( اېن آئی اېچ) وئيلي دي چې د ت??رو 24 ساعتو په مهال په ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس 11کېسونه رپورټ شوي او د 8 رنځورانو حالت اندېښمن ښودلے شوے دے۔ د نهې په ورځ د اېن آئي اېچ لخوا د جاري شويو شم??رو له مخې په ګرد هېواد كښې د ت??رو 24 ساعتو په مهال 1 زر 524 ټېسټونه وكړې شول په كومو كښې چې د 11 كسانو ټېسټونه مثبت راغلي دي او دې حساب سره په دې موده كښې د كورونا مثبت ټېسټونو شرح 0.72 فیصده پاتې شوې ده۔ په دې مهال د كورونا وائرس د لاسه كوم بل رنځور په حق نه دے رسېدلے بياهم د 8 رنځورانو حالت نازك ښودلے شوے دے۔