اسلام آباد۔30مارچ (اے پی پی): د كورنيو چارو وزير رانا ثنا اللہ خان وئېلې دي قانون سازي كول د پارلیمان اختیار دے ٬ دې لپاره د چا نه اجازه اغستل نه وي ، اوس د چارو مخ په وړاندې بوتللو لپاره ګریټر ډائیلاګ ته اړتيا ده چې پكښې حکومت ،اپوزیشن، اسټیبلشمنټ او عدلیه په ګډه په میثاق جمهوریت ، امن او معیشت خبرې وكړي ٬ د دغې نه پس هېواد ترقي كولې شي ،معیشت قوي كېدے شي او د خلقو ستونزې هوارېدې شي ۔ ده د زيارت به ورځ د سپریم کورټ نه بهر خبريالانو سره خبرې كولې ۔ رانا ثنا اللہ خان و??ئېل هېواد دا وخت د اړي ګړي سره مخ دے ، دې لپاره عمران خان 10 كاله خواري كړې، چې كله هغه په حکومت كښې ؤ نو د هېواد معیشت ئې له مينځه وړے ۔ ??ه ووئل اوس د معاملاتو حل کولو لپاره لوي مباحثې او خبرو اترو ته اړتيا ده چې پكښې حکومت او د اپوزیشن ټول ګوندونه په ګډه چارټر آف ډیموکریسي ، معیشت او امن باندې خبرې وكړي ځكه په دې هېواد ښه كېدے شي او ستونزې هوارېدې شي او د هېواد سیاسي ټمپریچر کمېدے شي ۔ ??ه ووئېل د چیف جسټس او د معزز بینچ د رائے قدر کوو ٬ دې لپاره هغه لائحه اختیار کول غواړي چې ورسره هېواد كښې بهتري راشي ۔ ??ه ووئېل ترهه ګري د قابو نه نه ??ه وتلې، زمونږ وسله وال ځواكوونه دا صلاحیت لري چې د ترهه ګرو عزائم ناکامه كړي ۔ ??ه ووئېل يو فریق د تېرو لسو كالو نه د خپلو مخالفینو وجود ختمولو له هڅې كوي ، هغه وائې اپوزیشن له لاس وركول هم نه غواړم تر څو جې دا رویه ختمه نشي خبره مخكښې نشي تللې ۔ د يو پوښتنې په ځواب كښې ??ه ووئېل كه د الیکشن تاریخ وركړے شي نو بيا خبرې د څه د پاره به كېږي ، اول به په معیشت خبره كېږي بيا به سیاسي ټمپریچر کم کړو او بيا به الیکشن پلو ځوو ۔ ??ه ووئېل چې كېښن?لائی_جنگیں/121049.html">? نو په دې به خبرې اوكړے شي