اسلام آباد 01 فروري (ار پي پي)وزيراعظم شهباز شريف په سركاري ودانو د سولرا??زې??ن عمل تندولو سره ټاكلي موده كښې د منصوبې بشپړ كولو هدايت كولو سره وئېلي دي چې سولرا??زې??ن څخه د درآمدي ايندهن په مد كښې به د قيمتي زرمبادله بچت وشي۔ د شورو په ورځ په هېواد كښې د توان بچت په اقداماتو د عملدرآمد جاج اخستو غونډې ته د وېنا كولو په مهال وزيراعظم ووئيل چې د ټو?? هېواد په كچه د سولرا??زې??ن په پروژه عملدرآمد پاكستان كښې په درآمدي ايندهن د مصرف كېدونكې قيمتي زرمبادلې بچت باوري كول دي۔ ده هدايت وكړو چې په سركاري ودانو دې د سولرا??زې??ن عمل تندولو سره ټاكلي موده كښې بشپړ كړې شي۔وزيراعظم هدايت وكړو چې په هېواد كښې د اليكټرك موټرسائيكلز او سولر پينلز پیداوار لپاره پالېسۍ ته ډېر زر حتمي شكل وركړې شي۔ غونډې ته د 10 زره مېګاواټ سولرا??زې??ن منصوبې٬په ځايې كچه د سولر پينلز او ا??يكټرك موټر سائيكل پیداوار٬ګيزرز كښې د نيكل بيفلز لګولو ٬ د برېښنا كم كهپت والا پكو ا?? د بلبز په پېداوار بريفنګ وركړے شو۔غونډې ته ووئيل شو چې په مجموعي توګه د 671 سركاري ودانو سولرا??زې??ن عمل پیل شوې۔ وزيراعظم ووئيل چې په دې لړ كښې به كوم هم ډول تعطل برداشت كولې نه شي۔د دې نه علاوه د صنعت لخوا غونډې ته ووئيل شو چې په ځايې كچه سولر پينلز او ا??يكټرك موټرسائيكلز پېداوار لپاره د پالېسۍ بنيادي خدوخال جوړولو سره بېلو ادارو څخه په دې رائے اخستلې كېږي٬راتلونكې مياشت به پالېسي بشپړولو سره جاري كړې شي۔د دې نه علاوه په هېواد كښې انرجي ايفيشنټ پكي او بلب جوړولو لپاره هم اقدامات بشپړ دي۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې په ټو??و ا??داماتو به ټاكلي موده كښې عملدرآمد باوري كړی شي۔په غونډه كښې پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي٬وفاقي وزيرانو اسحاق ډار٬انجينئر خرم دستګير٬مخدوم مرتضٰی محمود٬د پیټروليم وزيرمملكت ډاكټر مصدق ملك٬د وزيراعظم صلاحكار احد چيمه٬خاص مرستيال جهانزېب خان٬سيد فهد حسېن او اړوند اعلٰی چارواكو ګډون وكړو