دوحه ۔24 جنوری(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي پاكستان او قطر يو بل سره تاريخي او د ورورولۍ اړيكې لري او دواړه هېوادونه د سائنس ٬ ټېكنالوجۍ ٬ كركيلې او زده كړو پشمول بېلو څانګو كښې همك??رۍ ته وده وركولې شي۔ د خزانې وزير دا خبره تېره ورځ د قطر خپل همڅنګ علي بن احمد الكواري سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په دې موقع د وزيراعظم خصوصي مرستيال ډاكټر حبيب محمد جهانزېب او قطر كښې د پاكستان سفير محمد اعجاز هم موجود وو۔ د خزانې وزير د فټ بال نړيوال كپ په كاميابۍ سره پايې ته په رسېدو قطر ته مباركي وركړه۔ د خزانې وزير خپل قطري همڅنګ پاكستان كښې د تېر سېلاب د لاسه د رامخې ته زيان او د حكومت لخوا د بحالۍ او بيا ودانۍ روانو چارو څخه هم خبر كړو۔ په ملاقات كښې د پاكستان او قطر ترمينځه په بېلو څانګو كښې د همك??رۍ د امكانات جاج واخستلے شو۔ دواړه اړخه دې ته سلا شول چې د يو بل سره تاريخي او د ورورولۍ اړيكې لري او دواړه هېوادونه د سائنس ٬ ټېكنالوجۍ ٬ كركيلې او زده كړو په شمول بېلو څانګو كښې همك??رۍ ته وده وركولې شي۔ دغسې د خزانې وزير خپل قطري همڅنګ ته د پاكستان دورې كولو بلنه هم وركړه۔ په دې مهال د خزانې وفاقي وزير د قطر کیو ټرمینلز پلاوي سره هم ملاقات وكړو۔ ملاقات كښی په لاجسټک او د بند?? ځايونو آپرېشنز په څانګو كښې د مرستې امكانات جاج هم واخستلے شو۔ وفاقي وزير پلاوي ته ووئيل پاكستان كښې كاروبار او سرمايه ك??رۍ لپاره سازګار چاپېرل برابر كړے شوے ۔ ده ووئيل په بېلو څانګو كښې د نېغ په نېغه غېر ملكي سرمايه ك??رۍ بلها امكانات شته كومو څخه چې بايد استفاده وكړې شي۔ ده ووئيل حكومت د تلپاتي نمو لپاره ??قد??مات كوي او دې لپاره په بېلو څانګو كښې د اصلاحات عمل هم روان د??