اسلام آباد۔27دس??بر(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د ترهګرۍ په ضد جن?? كښې د خپلو ځانونو قرباني وركوؤنكو شهيدانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي٬ اولس د ترهګرۍ خاتمې لپاره خپلو امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د دسمبر په 20 مه نېټه په بنوں ترهګر بريد كښې د شهيدو شوو اهلكارو كورنيو سره د ټېلېفوني تماس نيولو په مهال وكړه۔ ده د شهيدانو وارثانو سره غمرازي ښكاره كړې ۔ صدر مملكت ووئيل د ترهګرۍ نوغې تر ويستلو به د خپل مشن نه شاته نه شؤ۔ ده شهيدانو ??ه د هغوي په مړانه ٬ فرض ترسره كولو او اولس لپاره په قربانۍ وركولو د عقيدت پ??رز??ئنې وړاندې كړې۔ صدر د اهلكار بابر ايوب او لانس نائيك حليم كورنۍ سره هم ټېلېفوني خبرې وكړې۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد د ځانونو قربانې كوؤنكو قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ ډاكټر عارف علوي دوي ته هم د عقيدت پ??رز??ئنې وړاندې كولو سره اولس لپاره د هغوي خذمات وستائل۔ صدر غمجنيو كورنيو سره خواخوږي ښكاره كړه او دوي لپاره يۍ د صبر او زغم دعا وكړه