اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پروېز اشرف وئيلي دي چې د پاكستان په آئين كښې قامي ادارو ته بدې ردې وئيل او د دې د مشرانو د سپكاوې كولو ممانعت دے٬ هيله لرؤ چې حك??مت به په دې لړ كښې د خپلو فرائضو نه ښه خبر وي او چا ته به د دې ډول حركت كولو اجازه ورنه كړي٬ د پبلك اكاٶنټس ك??ېټ?? چيئرمېن نور عالم خان وئيل چې د قامي ادارو د سپكاوي كوٶنكي تن دماغي معائنه دې وكړې شي۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته نور عالم خان ووئيل په كومو سيمو كښې چې سېلاب راغلے وفاقي حك??مت او اېن ډ?? اېم اے د دغې سيمو پارلماني غړي په اعتماد كښې اخستي٬ زما حلقه چارسده او چترال هم سېلاب ځپلې دي٬ سندھ كښې هم زيان شوې دې٬ هلته صوبائي حك??مت او اېن ډ?? اېم اے پارلماني غړي په اعتماد كښې اخستي٬ سوئيلي پنجاب او د خېبر پښتونخوا صوبائي حك??متونو او د دوي مشرانو مرسته نه ده كړې او نه ئې مونږ سره مشاورت كړې٬د خېبرپښتونخوا او پنجاب حك??متونو نه يوازې مونږ نظر انداز كړي يو بلكې ټارګټ كړے ئې يو‘ زمونږ په ضد ناوړه مقدمې جوړوي زمونږ زمكې قبضه كېږي٬ په دوست محمد مزاري د پلار نيكه د درې څلورو سوو كالو په پخوانۍ زمكه كېسونه جوړ كړې شوي او په حبس بے جا كښې ساتلے شوې۔ ده ووئيل دوي خپل سياست لپاره سرلښكر هم ن?? دې بخښلې٬ كوم تن چې د معزز ججانو٬ او د ادارو مشران نه دي بخښلي ھغوي به مونږ څه وبخښي٬ مونږ د وفاقي حك??مت نه ګيله كوٶ چې هغه د ادارو په ضد د خبرې كوٶنكي تن په ضد د آرټيکل سېکس له مخې كاروائي ولې نه كوي۔ سپيكر راجه پروېز اشرف ووئيل د پاكستان په آئين كښې قامي ادارو ته بدې ردې وئيل او د دوي د مشرانو د سپكاوې كولو ممانعت دے هيله لرو چې حك??مت به په دې لړ كښې د خپلو فرائضو نه ښه خبر وي او چا ته به د دوي د سپكاوي اجازه ورنه كړي