اسلام آباد 28 نومبر (??ے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف ] انډوني??يا صدر جوکو ويدودو سره د ګل په ورځ ټېلي فوني تماس نيولے او ورسره ئې په لويديزه جاوا كښې د زلزلې له امله په شوي مالي او ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم په تېره اوونۍ كښې په لويديزه جاوا كښې د زلزلې له امله په شوي مالي او ځاني زيان د انډوني??يا صدر سره غمرازي كرې۔ وزيراعظم ووئيل د پاکستان اولس د انډوني??يا وروڼو خوېندو غم محسوسولے ش?? چرته چې په دې وروستيو كښې د زلز??ې غوندې د قدرتي آفت څخه بلها زيان شوے٬ ده پاکستان كښې سېلاب ځليو لپاره د انډوني??يا د حكومت لخوا په وركړې مرسته د صدر جوكو وېدودو مننه كولو سره په انډوني??يا كښې د مرستې هلو ځلو لپاره د پاكستان لخوا د مرستې وړاندېز هم وكړو