استنبول 25 نومبر (اے پي پي) ??زي??اعظم محمد شهباز شريف د ترکيه صدر رجب طيب اردوان سره د جمعې په ورځ پاك بحريه لپاره په څلورم ملجم کاروېټ بېړيو كښې د درېمې بېړۍ پي اېن اېس خې??ر شاملولو پرانسته وكړه كومه چې د پاك تركيه په ستراتېژك پارټنرشپ كښې مهم سنګ ميل دے۔ ??زي??اعظم محمد شهباز شريف په دې موقع ووئيل د پاکستان او ترکيه ترمېنځه ژورې تاريخي اړيكې د وخت تېرېدو سره لا مضبوطېږي٬ دواړو هېوادونو په ګډه د پرمختګ سفر جاري ساتلے۔ ??زي??اعظم محمد شهباز شريف د صدر رجب طيب اردوان په بلنه د تركيه په دوه ورځنۍ دوره تللے٬ په استنبول شپ يارډ كښې د پي اېن اېس خې??ر لانچنګ دستوره كښې وفاقي ??زي??ان مريم اورنګزېب، سيد نويد قمر او اسرار ترين هم موجود وو۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو قامي سردودونه وغږولے شول او شپ يارډ ته په رسېدو ??زي??اعظم محمد شهباز شريف ته ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو۔ ??زي??اعظم محمد شهباز شريف دستورې ته خپلې وېنا كښې ووئيل د دوېم كور تركيه په دوېم ځل دوره كولو خوشحاله شوے يم، نننۍ ورځ د دواړو هېوادونو ترمېنځه په تاريخي اړيكو كښې عظيمه ورځ ده٬ دواړو هېوادونو په هره سخته كښې د يو بل ملګرتيا كړې٬ ترکيه په هر نړيوال فورم د پاكستان ملګريتا كړې۔ ده ووئيل صدر رجب طيب اردوان يو دور اندېش لارښود دے، د دوي په مشرۍ كښې تركيه جديد فلاحي رياست جوړ شوے۔ ??زي??اعظم ووئيل كه د امن سره اوسېدل غواړې نو بيا هم جنګ لپاره به ځان چمتو ساتل وي، نن نړۍ يو شمېر شخړو سره مخ ده٬ ده ووئيل د روسيه او يوكرائن ترمېنځه د غنمو د برآمد په لوظنامه كښې تركيه مهم كردار لوبولے۔ ده ووئيل د ګردې نړۍ غونډې پاكستان هم د توان كمي سره مخ دے٬ پاکستان د تجديد ور توان او د توان ارزانو ذريعو لپاره اقدامات كوي۔ ده د تركيه سرمايه كارو له پاكستان كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړه۔ ده ووئيل پاكستان او تركيه له د تجديد وړ توان ذريعو ترلاسه كولو لپاره په ګډه كار كول پكار دي ٬ دواړو هېوادونه په آلودګۍ كښې كمي لپاره هم په ګډه كار كولې شي۔ ??زي??اعظم ووئيل پاکستان په دې وروستيو كښې سخت سېلاب سره مخ ٶ، ترکيه د پاکستان بشپړه مرسته كړې، ترکيه څخه 15 الوتكې د سامان رارسېدلې ٬ په ماضي كښې هم په هر سخت وخت كښې تركيه د پاكستان مرسته كړې، ??زي??اعظم شهباز شريف ووئېل پاکستان او تركيه به په ګډه د پرمختګ سفر دوامداره ساتي۔ په دې مهال ??زي??اعظم د بېړۍ په جوړولو كښې برخه اخستو??كو ته هم پېزوئنې وړاندې كړې