اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د پاکستان او سربيا ترمېنځه د دوه اړخيزه تجارت زياتولو په ضرورت زور رواړلو سره وئيلي دي د دواړو ??ېوادونو ترمېنځه د صنعت ٬ تجارت٬ د تجديد وړ توان پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د م??ستې بلها موقعې موجود دي۔ د ايوان ص??ر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملكت دا خبرې سربيا لپاره د پاكستان نومولي شوي سفير علي حېدر الطاف سره په خبرو كښې كړې چا چې د نهې په ورځ دوي سره په ايوان ص??ر كښې ملاقات كولو ۔ صدر مملکت ووئيل د پاکستان او سربيا ترمېنځه تجارت?? او د اقتصادي مرستې امكانات څخه ګټه پورته كول پكار ده٬ د دواړو ??ېوادونو ترمېنځه د تجارتي هلو ځلو ودې ته اړتيا ده۔ ده ووئيل نومولے شوے سفير دې كاروبار?? او تجارتي روابط جوړولو او د دواړو ??ېوادونو د چيمبرز آف کامرس ترمېنځه مرسته زياتولو لپاره ستړې وكړي۔ ډاکټر عارف علوي ووئيل سفير دې د دواړو ??ېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه مرسته زياتولو لپاره كار وكړ?? او د اعليٰ تکنيکي تعليم، آئي ټ?? او كلتور پشمول بېلا بېلو څانګو كښې د م??ستې نوې لارې لټول پكار دي۔ صدر مملکت علي حېدر الطاف ته سربيا لپاره د پاکستان په سفير نومولے كېدو مباركي وركولو سره دا هيله څرګنده كړه چې سفير به د دواړو ??ېوادونو ترمېنځه د اړيكو لا بهترۍ لپاره د پاكستاني مشن هڅې لا ګړندۍ كړي