اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي)خارجه وزير بلاول بهټو زرداري وئېلي دي چې په اوسني سېلاب كښې په هېواد كښې تقريبا 33 ملين خلك ځپلې شوي٬ د سېلاب پشان په لويې چېلنج قابو م??ندلو لپاره د حكومت٬نړيوالې ټولنې او د ملګرو م??تونو د مرستندويه ادارو د شريكو هڅو ضرورت دې۔د نهې په ورځ په خارجه وزارت كښې د ملګرو م??تونو ريزيډېنټ كوآرډينېټر جولين ها??نيس سره يوځاې شريك خبري كنفرنس ته په خپله وېنا كښې خارجه وزير بلاول بهټو زرداري ووئيل چې په ټول هېواد كښې د رېسكيو٬رېليف او بحالۍ چارې په تندۍ سره روانې دي۔ده ووئيل چې د سېلاب دتباهۍ د ابتدائي جاج نه پس د نړۍ٬ملګرو م??تونو او شراكتدارو ايجنسو لخوا د فوري اقداماتو ضرورت دې۔ده ووئيل چې په پا??ست??ن كښې سږ كال د معمول نه درې چنده زيات بارانونه شوي او په نتيجه كښې يې د سندھ 23 ضلعې او د بلوچستان٬خېبرپښتونخوا او د سوئېلي پنجاب 30 ضلعې ځپلې شوي دي۔ده ووئيل چې ځپلې خلك د خيمو او خوراك او څښاك څيزونو كمي سره مخ دي۔ده ووئيل چې د لاندې سيمو نه اوبه ويستل يو لويې چېلنج دے خو سره د محدود په دې لړ كښې كار روان دے۔ده ووئيل چې د نړيوالې ټولنې په مرسته به د پا??ست??ن په دې مشكل چېلنج قابو م??ندلو كښې مرسته وشي۔ده ووئيل چې د مرستې په چارو كښې د پا??ست??ن حكومت په مرسته د ملګرو م??تونو او د دې د ادارو م??نه كوم۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د وفاقي٬صوبائي او نړيوالو ادارو د شريكو هڅو د لارې به په دې مسئله قابو وموندلې شي۔بلاول بهټو زرداري ووئيل چې وزيراعظم شهباز شريف د سندھ دورې په مهال د 15 ارب روپو د ګرانټ وركولو اعلان كړی۔خارجه وزير ووئيل چې دا د سېلاب په معامله د سياست كولو وخت نه دې خو ده ووئيل چې په خېبرپښتونخوا كښې سېلاب ځپلي د مرستې په انتظار دي۔صوبائي حكومت د خپل ليډر عمران خان لپاره د چورلكې آسانيو په وركولو كښې بوښت دې۔ده ووئيل چې د اوسني سېلاب مسئلې د قامي معيشت مسئلې لا پیچلې كړې دي۔په دې موقع د ملګرو م??تونو ريزيډنټ كوآرډينېټر چا چې د سندھ او بلوچستان د ځپليو سيمو دوره هم كړې٬د خلكو په بې كوره كېدو د تشويش څرګندونه وكړه او وې وئېل ??ې ملګري ملتونه به د سېلاب ځپليو مرسته كوي۔ده ووئيل چې پا??ست??ن يوازې په دې چېلنج قابو نشي موندلې۔ده په دې لړ كښې د نړيوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه وكړه۔ده وولي ??ې موسمياتي بدلون په پا??ست??ن كښې په سپر فلډز كښې كردار ترسره كړې۔د دې مسئلې حل لپاره د يوې مناسب حكمت عملۍ ضرورت دې