اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي د بارانونو او سېلاب ځپليو 15 لكه كورنيو له به 25 زره روپۍ د يوې كورنۍ په سر او دغسې ټولې 37 اربه روپۍ وركولې شي٬د چا كورونه چې اوسنو بارانونو او د سېلاب له امله تباهي شوي ٬د بلوچستان ??وب?? تر ټولو زياته ځپلې شوې٬مونږ له په ګډه د دې چېلنج مخ نيوے كول دي۔د دې خيالاتو ده د جمعې په ورځ د سختو بارانونو او سېلاب ځپليو له د نغدې مرستې وركولو دستورې ته د و??نا كولو په مهال وكړه۔په دې موقع وفاقي وزيران مريم اورنګزېب٬مفتاح اسماعيل٬احسن اقبال٬شاه زين بګټي او د ګلګت بلتستان او كشمير چارو خاص صلاحكار قمرز??ان كائره پشمول نور هم موجود وو۔د تخفيف غربت او سماجي تحفظ وفاقي وزيرې شازيه مري په دستوره كښې آن لائن ګډون كولو۔وزيراعظم دستورې ته د و??نا كولو په مهال ووئيل د اوسني باران او سېلاب له امله ډېر زيان شوے او ګڼ شمېر خلق په حق رسېدلې او بې كوره شوي٬د هغوي كورونو او انفراسټركچر ته زيان رسېدلے ٬تر ټولو زياته تباهي د بلوچستان ??وب?? كښې شوې۔ په بلوچستان كښې د سېلاب ځپليو لپ??ره د مرستې كاروائۍ په مهال د كوئټې كور كمانډر پشمول د پاك پوځ 6 افسران شهيدان شوي٬د سېلابي صورتحال په مهال په ذاتي توګه پخپله د بېلو سيمو دوره كړې۔ده ووئيل د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل اختر نواز او په ??وب?? كښې د پي ډي اېم اے٬د روغتيا محكمو او اېن اېچ اے پشمول نورو ادارو په ګډه د مرستې په كاروائيو كښې برخه اخستې۔وزيراعظم ووئېل نن بيا طوفاني بارانونه پېل شوي٬۔شهباز شريف ووئيل په دې سخت وخت كښې ټول قام له په يووالي د دې صورتحال مقابله كول دي٬د ??وب?? او نړيوالو شراكتدارو سره په ګډه به د دې سخت صورتحال مخ نيوې كوو۔ده ووئيل 15 لكه ځپليو كورنيو ته د يوې كورنۍ په سر 25 زره روپۍ كېش مرسته وركولې شي٬د دې كورنيو مجموعي كسانو شمېره 90 لكه جوړیږي٬دې كرونيو ته به دا مرسته د بې نظيرانكم سپورټ پروګرام د لارې په سپيځلې ډول وركولې شي٬د مرستې وركولو پېل د جهل مګسي څخه شوے۔وزيراعظم ووئيل د مرستې وركولو دا عمل به په درېو ورځو كښې بشپړ كولې شي۔ده ووئيل د دوهم پړاؤ لپ??ره اېن ډي اېم اے او صوبې په ګډه سروے كوي٬په دې سروے كښې به كتلې شي چې فصلونو ته څومره زيان رسېدلے٬كور په جزوي يا په بشپړه توګه تباه شوے٬د سړكونو او انفراسټركچر څومره زيان شوے ٬ د دغې به هم تخيمنه لګولې شي٬??وب?? سره به په ګډه د بحالۍ لپ??ره اقدامات كوو۔ده ووئيل په دې سخت وخت كښې مونږ له په يووالي د ځپليو مرسته كول پكار ده ٬د سېلاب ځپليو لپ??ره د مرستې هلو ځلو په مهال د پاك پوځ سينئر افسران شهيدان شوي٬هغوي لپ??ره لاس په دعا يو۔د تخفيف غربت او سماجي تحفظ وفاقي وزيرې شازيه مري آن لائن خطاب كښې ووئيل بلوچستانسندھ٬پنجاب پشمول د ټولو ځپليو سيمو اولس سره ولاړ يو۔دې ووئيل د بې نظيرانكم سپورټ پروګرام د لارې ځپليو كورنيو ته به د يوې كورنۍ په سر 25 زره روپۍ مرسته په سپيح??و بنيادونو وركولې شي۔حكومت د سېلاب ځپليو هر ممكنه مرسته كوي۔په دې موقع په جهل مګسي كښې ځپليو ته مرسته وركول پېل شو