اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې حضرت امام حسېن ?? ع??يم قرباني زمونږ لپاره د لارې مشعل دې او په دې كښې زمونږ لپاره پيغام دې چې ظلم او په جبر اډانه د باطل نظام په ضد د حق او رښتيا علم بايد پورته كړو ، بايد مسلمانانو له د حق او صداقت ??و د دين بقا او ودې لپاره ودريږي۔د عاشوره ورځ په موقع په خپل پيغام كښې صدرمملكت ووئيل اسلامي تاريخ كښې محرم الحرام عزت او احترام او فضيلت لرونكې مياشت ده ، په دې مياشت كښې چې چرته د اسلامي تاريخ مهم واقعات رامخې ته شوې هلته د عاشوره ورځ يعني 10 محرم الحرام ورځ ه?? مسلمانانو لپاره خصوصي اهميت او فضيلت لري۔ده ووئيل په نن ورځ حضرت امام حسين ؓ د يو ظالم حكمران د بيعت كولو څخه انكار كولو سره د دين سرلوړۍ او حق او صداقت په خاطر اهلِ بيت او نور جانثار ملګرو سره شهيدان شوې ، نواسۂ رسول ؐ د كربلا په ګرم ميدان كښې د حق په خاطر د خپل ځان قرباني وركړه خو د باطل قوتونو په وړاندې ئې خپل سر ټيټ نه كړو۔صدر مملكت ووئيل په نن ورځ حضرت امام حسين ؓ ، اهلِ بيت او د هغه وفا شعار ملګرو شجاعت ، بهادرۍ او قربانۍ عظيم الشّان مثال جوړ ګړې او په خپله وينه ئې اسلام له يو نوې ژوند وركړې ۔صدر مملكت ووئيل خانوادۂ ِ حضرت امام حسين ?? ع??يم قرباني زمونږ لپاره دې لارې مشعل دې او په دې كښې زمونږ لپاره پيغام دې چې ظلم او په جبر اډانه باطل نظام په ضد حق او د رښتيا علم پورته كړو۔ صدر مملكت ووئيل كله چې مونږ د لوے څښتن په دين ، سنت نبوي ؐ او اسوه امام حسين ؓ عمل كوو نو يقينا ً د لوے څښتن مرسته او نصرت به هم ترلاسه كېږي او مونږ به دنيا او آخرت كښې كاميابۍ ترلاسه كوو۔ ده دعا اوكړه چې لوے څښتن دې زمونږ هېواد د پرمختګ او سوكالۍ پلو روان كړي او مونږ دې د ټول?? مصيبتونو څخه په خپل امن كښې وساتي۔