اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د چين پاكستان اقتصادي لار د پاكستان په پرمختګ او د اولس په خېر ښېګړه كښې مهم كردار ترسره كوي، د چينائي مر??تې او سرمايه كارې په سبب په پاكستان كښې د انفراسټركچر ، پبلك ټرانسپورټ په پرمختګ او د برېښنا په بحران قابو موندلو كښې ډېره مر??ته شوې، د چين په مر??ته روانې پرمختيائي پروژې به نور تعطل سره مخ كېدو ته ورنه كړو. ?? وزيراعظم دفتر د مېډيا ??ان??ې لخوا جاري شوي بيان له مخې ده دا خبرې د شنهائي الېكټرك صدر لوپهنګ په مشرې كښې چينائي پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړې كوم چې ده سره د شورو په ورځ ملاقات وكړو. په ملاقات كښې پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي، د برېښنا وفاقي وز??ر خرم دستګ??ر خان، د پېټروليم وزير مملكت ډاكټر مصدق ملك، خاص مر??تيالانو ظفرالدين محمود، ډاكټر جهانزېب خان او اړوند چارواكو ګډون وكړو. په دې موقع وزيراعظم ووئيل چې د پاكستان او چين اقتصادي لار د پاكستان په پرمختګ او د دې ځائ د خلقو په ښېګړه كښې مهم كردار ترسره كوي.ده ووئيل چې د چينائي صدر شي جن پنګ او چينائي مشرتابه لخوا په هر سخت وخت كښې د پاكستان په مر??ته زما پشمول ټول قوم مننه كوي. په دې موقع غونډې ته ووئيل شول چې شنهګائي الېكټرك په پاكستان كښې په نوره سرمايه كارې كولو كښې خوښي لري او وزيراعظم د دې هركلې وكړو. د شنګهائي الېكټرك صدر ?? وزيراعظم او د هغه د ډلې د پلان تكميل لپاره په مر??ته مننه وكړه.