اسلام آباد۔11جولائي (اے پي پي) د وزير اعظم شهباز شريف د کوېت خپل همڅنګ شېخ صباح خالد الحمد الصباح سره ټېلي فوني تماس نيولو سره د لوي اختر د خوشحالۍ په موقع د كوېت حكومت ٬ قيادت او اولس له مباركي وركړې ده۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د کوېت وزيراعظم په ګرمجوشۍ سره د اختر په مباركۍ وړاندې كولو د پا??ست??ن حكومت او اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د پاکستان او کوېت ترمېنځه د ورورولۍ د اړيكو پخلې كولو سره وزيراعظم د شريكې خوښې په بېلا بېلو څانګو په خاص توګه په تجارت او سرمايه كارۍ ??ښې مرسته قوي كولو لپاره د خپل عزم څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم په كوېت ??ښې د پا??ست??ني كميونټۍ په ښه خيال ساتلو د كوېت د حكومت او اولس مننه وكړه۔ د پاکستان او کوېت ترمېنځه ښې او د ورورولۍ اړيكې دي كومې چې په شر??ك تاريخ او مفاداتو مشتمل دي