اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي ډاکټر مفتاح اسماعيل وئيلي دي پاکستان ايران سره خپ??و اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬ د دو??ړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت په زياتوالي كښې رامخې ته خنډان به لرې كولې شي۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ پاكستان كښې د ايران سفير سيد محمد علي حسېني سره په ملاقات كښې كړې۔ په د موقع وفاقي وزير د سفير تود هركلي كولو سره ووئيل دواړه هېوادونه پخوانۍ د ورورولۍ اړيكې لري او د پېړيو راهسې په مذهبي او كلتوري رشتو تړلې شوي۔ د خزانې وزير ووئيل د دو??ړو هېوادونو ترمېنځه تجارت د استعداد نه كم دے۔ په دې موقع د ايران سفير د حكومت د اقتصادي پاليسو ستائنه كولو سره ووئيل د دو??ړو هېوادونو ترمېنځه د توان، تجارت او په نورو څانګو كښې د مشتركه مرستې پراخه استعداد موجود دے كوم څخه چې بشپړه استفاده كېدې شي۔ په دې مهال دو??ړو د پاكستان او ايران ترمېنځه په دوه اړخيزه اړيكو د اطمينان څرګندونه وكړه او د مشتركه ګټې په څانګو كښې مرستې ته ودې وركولو لپاره ئې خپ??ه خوښي څرګنده كړه