اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه د قطر دورې په مهال د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني٬نائب وزيراعظم او د دفاعي او رياستي چارو وزيرمملكت خالد بن محمد العطيه سره جلا جلا ملاقاتونه كړي چې پكښې د شريكې خوښې په چار??٬د??اعي او امنيتي مرسته او په سيمه ايز ماحول د خيالاتو څرګندونه شوې ۔د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)له مخې د پاك پوځ لښكر جنرل قمر جاوېد باجوه د قطر په سركاري دوره دے چرته ??ې هغه د قطر اعلٰی قيادت سره ملاقاتونه كړي ۔د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه وئيلي دي دواړه هېوادونه د ملګرتيا اړيكې او د ورورول?? زورورې جذبې بې مثاله تاريخ لري٬كوم چې په يو تل پاتې شراكت دارۍ بدلېږي۔ دغسې دواړو خوا په ټولو څانګو كښې د مرستې په لا زياتولو اهميت زور راوړے او معززينو په منطقه كښې د امن او استحكام لپاره د پ??كس??ان پرله پسې هڅې ستائېلې۔ په دې مهال دواړو وروڼو هېوادونو د ښو اړيكو لپاره د مرستې روانې ساتلو عزم كړے