اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د منصوبه بندې، پرمختګ، اصل??حا??و او خاص اقداماتو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئي??ي دي چې د عمران خان د نااهلې په وجه د هېواد معيشت تباه شوے او قومي ادارې ئې د تباهې غاړې ته رسولې دي، د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرې كښې هېواد د ټولو ستونزو نه ويستلو لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كولې شي. د زيارت په ورځ مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل چې نېب په ده لګول شوي تورونه او د يوې روپې كرپشن ثابت نه كړو، د عمران خان په دور كښې مو ??م هر وخت وئي??ي دي چې مالي بدعنواني دې ثابته كړې شي، عمران نيازي د بهتان بازې په وجه رسوا كېږي. احسن اقبال ووئيل چې اوسنې حكومت د هېواد ستون??ې حل كولو لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوي. ده ووئيل چې پخ??اني حكومت اېل اېن جي نه ده اخستې او په دې وجه ستونزې دي، د ګاز پروژې په وخت نه دي ترسره شوې او ځكه په هېواد كښې لوډ شېډنګ دے. دا لوډشېډنګ د پخ??اني حكومت نالائقي ده. احسن اقبال ووئيل چې كله تېر حكومت لاړو نو خزانه خالي وه. مونږ هېواد د ډيفالټ كېدو څخه بچ كړے، پي ټي آئي دې د تنقيد كولو نه وړاندې د قوم نه بخښنه وغواړي.