اسلام آباد 27 مئي (اے پي پي) داخله وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې د فسادي ډلې او د شرپسند عناصرو د لاسه د هېواد د يرغمال كېدو اج??زه چرې هم نشي وركولې كېدې٬ سباون كښې به د هر ډول فسادي لانګ مارچ ډلو ته پايه تخت اسلام آباد كښې د داخلېدو اج??زه نه وركوٶ، د وګړو د ځان او مال ذمه واري د رياس?? ذمه واري ده، رياستي ادارې دې امن و امان په هر صورت كښې باوري كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د پي ټي آئي لانګ مارچ او د امن او امان جاج اخستوغونډې مشرۍ په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د داخله سېكت?? پشمول د پنجاب ??وليس آئي جي او د اسلام آباد پوليس آئي جي سره سره د پېنډۍ٬ سرګودها٬ فېصل آباد او شېخوپوره آر پي اوز هم ګډون وكړٶ