اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي د 20 لكه خلقو اعلان كوونكي نن د فېس سېونګ په لټون دے، يو خوا كه وزيراعظم د هېواد د رغونې او پرمختګ سفر روان ساتلے نو بلخوا تخريب كار او فساديان يو ځل بيا په كانټينر ولاړ ??ي، وزيراعظم د دې نالائقو، نااهلو او كرپټ ټولګي د تباهې سمولو هڅې كوي. د شورو په ورځ خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل عمران خان په كال 2014م كښې هم په پارلمان او پي ټي وي بريد كړے و، د سول نافرمانې تحريك ئې چلولے و، بلونه ئې سوځولي وو، د هغه وخت د وزيراعظم په ضد ئې نعرې وهلې وې، د سترې محكمې په وړاندې ئې ناولې جامې راځ??ړن??ې كړې وې او دا ټول مناظر د پاكستان اولس ليدلي وو. هغ?? ووئېل نن يو ځل بيا دې ټولګي د خونړي مارچ اعلان كړے او د ان??شا?? او فساد كولو هڅه ئې كړې. هغ?? اولس ته مباركي وركولو سره ووئيل اولس نن د فساد او ان??شا?? سياست رد كړے، نن د سياست څخه د لشكر كشۍ خاتمه شوې ، اوس څوك ټولګي جوړولو سره په پارلمان او رياست بريد نه شي كولې. هغ?? ووئيل د خپل ضد، تكبر، فساد ، ان??شا?? او فتنې سوچ سره د ټول پاكستان يرغمال كولو خواهش لرونكي كس سياست د پاكستان اولس نن رد كړے دے.