اسلام آباد۔2اپرېل (اے پی پی) وفاقی داخله وزير شېخ رش??د احمد وئيلي دي هېواد كښې روانه وضعه د فوري ټاكنو غوښتنه كوي٬ عمران خان سره به په هر حال كښې ولاړ پاتې يم۔ منحرف غړي خپلو حلقو ته د تللو جوګه نه دي پاتې شوې ٬ دوئي به د قوم څه ترجماني وكړي٬ د بهرني سازش برخه جوړېدونكو او د قومي اسمبلۍ د غړو اخستونكو په ضد د غدارۍ مقدمه بايد درج كړې شي٬ راتلونكې 24 ساعته ډېر زيات مهم دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ شېخ رش??د احمد ووئيل دا مهال د هېواد حالات زيات د اندېښنې وړ دي او هر ساعت په سياست كښې بدلون رامخې ته كېږي۔ راتلونكې 24 ساعتونه ډېر مهم دي۔ د پاكستان ادارې ډېرې عظيمې دي او روان نازك صو??تحال د نوؤ ټاكنو كولو تقاضا كوي ولې چې د ټاكنو نه غېر بل كوم حل په نظر نه راځي۔ ده ووئيل د بهرني سازش برخه جوړېدونكي ټول سياسي ګوندونه دې كالعدم وګرځولې شي۔ ده ووئيل وزيراعظم په ناسته ناسته يو مقبول شخصيت جوړ شوې او اپوزيشن دا مهال نښتې دې او خل?? د دوئي مخونه ليدل نه غواړي۔ شېخ رشيد ووئيل ما سياست پرېښودل غوښتل خو روانو حالاتو زه اېكټيو كړې يم۔ ده زياته كړه چې غله او لوټ ك??ؤنكي به په ډاګه كوم۔