لاهور 15مارچ (اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي په حكومتي او انتظامي چارو كښې د اختيارات غلط كارول د كومې هم ټولنې د تباهۍ سبب جوړېدے شي٬ حكومت د كرپشن خاتمې لپاره ټول وسائل كاروي٬د عدم برداشت كلتور ختمولو سره به د بخښنې كلتور ته ودې وركول وي٬قامونه هغه وخت پرمختګ كوي كله چې د هغ??ي ادارې پخه غېر جانبدارۍ خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي٬د سسټم ښه والي لپاره به هر يو كس له خپل مثبت كردار ادا كول وي٬د سول سرونټس په توګه ستاسو دروازې د اولس لپاره تل پرانسې پكار دي دغسې چې د هغوي مسئلې حل كړی شي٬ عدم برداشت كلتور ختمولو سره به د بخښنې كلتور ته ودې وركول و ي٬حكومت مېرمنو له د حقونو وركولو لپاره بشپړ اقدامات كوي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ په سول سروسز اكېډمۍ والټن كښې د 49مه كامن ټريننګ پروګرام پاسنګ ??ؤټ دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔صدر مملكت په 49مه كامن ټريننګ پروګرام كښې پاس شوو افسرانو ته وئېلي دي زه د پاس ??ؤټ ټولو شوو افسرانو په خاص توګه د هغوي والدين ته مباركي وےكوم چا چې ستاسو تربيت كړے او تاسو يې د دې جوګه كړي ئې چې تاسو په خپل مقصد كښې كامياب شې٬ ده ووئېل د تعليم حقيقت په خپل ځاے تسليم شوے كوم چې په كاميابۍ كښې مرسته كوي خو د تعليم سره سره تاسو ته حقيقي تربيت د خپل كور او د خپل ځاے څخه ترلاسه شوے٬د ژوند په هر دور كښې انسان زده كړه ك??ي او تل د زده كړې خواهش ساتل پكار دے۔صدر مملكت ووئيل په پاس ??ؤټ شوو افسرانو كښې مېرمنو ته هم نمائندګي ترلاسه ده۔په دستوره كښې د اسټېبلشمنټ سېكرټري افضل لطيف٬د سول سروسز اكېډمۍ ډائرېكټر جنرل عمر رسول٬د كامن ټريننګ پروګرام ډائرېكټر كامران احمد او نور هم موجود وو۔د دې نه پس صدر ډاكټر عارف علوي د سپورټس او اكېډمك هلو ځلو كښې ??انګړې پو??ېشن ترلاسه كوونكو افسرانو ته شيلډز هم وركړل