اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير شوکت ترين د وزيراعظم عمران خان تېره ورځ قام ته ?? وېنا په مهمو نكاتو ټويټ كولو سره وئيلي د?? وزيراعظم عمران خان پاکستاني قام لپاره د ريليف لوي پېكج اعلان كړے۔ شوکت ترين د نهې په ورځ خپل ټويټ كښې وزيراعظم عمران خان تېره ورځ قام ته ?? وېنا د مهمو نكاتو تفصيلات جاري كولو سره ووئيل د پټرول او ډيزل بيعه كښې لس ر??پۍ د ليټر په سر كمے٬ د برېښنا بيعه كښې 5 ر??پۍ د يونټ په سر كمے او د احساس پروګرام د لارې سړي سر 14 زره ر??پۍ تقسيمول شامل دي۔ د دې نه علاوه وزيراعظم خپلې وېنا كښې 26 لكه زده كوٶنكو لپاره 38 زره اربه ????پۍ سكالرشپس سره سره د آئي ټي څانګې كمپنو لپاره ټېكسونو كښې سل فيصده كمے ، يو نيم لك بې روزګار ګرېجوېټس لپاره د 30 زره روپو ج مڅاشتې انټرن شپ پروګرام، د مارچ تر پائې د پنجاب 11 كروړه نه زياتې آبادۍ لپاره د صحت كارډ اجراء او په راتلونكو دوو كالو كښې د كامياب پاكستان پروګرام له مځې ځوانانو ته د 407 اربه ??وپو د اسانو قرضو وركړه هم شامله ده