اسلام آباد 18 فروري (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ټېك كمپنو ته په پاكستان كښې د سر??ايه كارۍ كولو بلنه وركولو سر?? وئ??لي چې پاكستان مناسب ټېك ټېلنټ لاري او زمونږ معيشت هم غېر ملكي سر??ايه كارو لپاره زيات ښه كېږي٬ پاكستان د آئي ټي او ډېجيټلائزېشن په څانګو كښې د سر??ايه كارۍ يو شمېر موقع وړاندې كړې دي او نړيوالې كمپنۍ بايد په هېواد كښې كاروبار دوست ماحول څخه ګټه پورته كړي۔ ص??ر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه په سنګاپور كښې ټيكنالوجي انټرپرينيورز غونډې ته د وېډيو لنك د لارې خپله وېنا كښې وكړه۔ په غونډه كښې د خاص ټېكنالوجي زونز اتھارټۍ چيئرمېن عامر هاشمي، د اېډوانس انټېلي جنس ګروپ جېف شېف، ذكي سمر او عمير جاوېد هم د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔ غونډې ته ووئيل شول چې پاكستان كښې ټېك كمپنيو لپاره د اېپ ډوېلپمنټ، په AI آډانه ډيجيټل شناختي حل، ډېجيټل ادائيګۍ، اي كامرس او د ډيجيټل ترسيلات زر په پلېټ فارم څانګو كښې كاروبار لپاره بلها موقعې موجود دې۔ په دې خبره هم رڼا واچولې شوه چې د پاكستان ټېك ټېلنټ نړيوال ماركيټ لپاره په زړه پورې ذريعه ده۔ ص??ر مملكت ووئيل كاروباري ادارو دې په پاكستان كښې كاروباري موقعو څخه ګټه پورته كولو لپاره رامخې ته كېدونكې ټيكنالوجيز، په خاص توګحه مصنوعي ذهانت او بګ ډېټا سلوشنز وكاروي۔ ده زياته كړه چې حكومت د ډيجيټلائزيشن، ډېټا انټېګرېشن، او سائبر سيكيورټي پلو پام كوي او د ون ونډو د لارې غېر ملكي سر??ايه كارو ته سهولت وركوي۔ ص??ر په اسپيشل ټيكنالوجي زونز جوړولو او په هېواد كښې كاروبار كښې آسانيو لپاره د ټيكنالوجۍ په څانګه كښې د غېر ملكي سر??ايه كارو سهولت او معاونت له د حكومت د عزم هم ستائنه وكړه