اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) خارجه ??زير مخدوم ش??ه محمود قريشي وئيلي دي چې د تحريك انصاف د قومي اسمبلۍ غړي او ټول پلوي ګوندونه به د اپوزيشن د عدم اعتماد تحريك ته ماتې وركو??، دا د دوي سياسي او اخلاقي فرض جوړېږ??، د كال 2018م د ټولناكنو نه سمدستي وروستو اپوزيشن خپلې كارروائې پېل كړې وې، كوم هم سياسي شعور لرونكې سياستدان يا د پارلمان غړې به د خپلو بلدياتي ټاكنو نه پام ګرځولو سره د اپوزيشن د تحريك برخه جوړېدو ته اماده نه شي. ده دا خبرې د خالي په ورځ د پ?? ډي اېم لخوا د عدم اعتماد تحريك په اعلان په خپل غبرګون كښې وكړې. خارجه ??زير مخدوم ش??ه محمود قريشي ووئيل چې د پ?? ډي اېم د عدم اعتماد تحريك راوړلو اعلان مې اورېدلې، عدم اعتماد راوړل د دوي آئيني حق دے او د دې مقابله كول زمونږ آئيني حق دے. مخدوم ش??ه محمود قريشي ووئيل چې كه دوي تحريك راوړل غواړي نو مونږ به په آئيني او پارلماني انداز كښې د دې بشپړه مقابله كوو. ده ووئيل چې اپوزيشن څه ځله هڅه كړې خو دوي پرله پسې ناكام شوي دي. خارجه ??زير ووئيل چې هيله لرم چې د دوي دا هڅه به هم ??اميابه نه شي. مونږ په هر لحاظ د دفاع صلاحيت لرو، اپوزيشن كه ووټونه لرل نو په حكومت كښې به و. ده ووئيل چې په پي ډي اېم كښې په خپله يووالې نشته، تحريك عدم اعتماد د دوي د مشرانو خواهش او ضرورت كېدے ش??، دا په دوي د مقدماتو د فشار تقاضا هم ??ېدے شي.