اسلام آباد 05 فروري (اے پي پي) د كشمير يوالي ورځې په موقع د صدر مملکت ډاکټرعارف علوي په مشرۍ كښې د فارن آفس نه تر ډي چوك لاريون شوې٬ په لاريون كښې د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني، د قامي اسمبلۍ سپيكر ا??د قېصر، دوهم سپيكر قاسم خان سوري،د كشمير پارلماني كمېټۍ چيِئرمېن شهريار خان آپريدي،د مذهبي چارو وزير پير نور الحق قادري، وف??قي وزير سيد فخرامام، زرتا?? ګل ، پارلماني غړو او د حريت مشرانو پشمول د ژوند بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرو??كو ګډون وكړو۔ په دې موقع په لاريون كښې ګډون كوٶ??كو ته خپله وېنا كښې صدر مملکت ډاکټر عارف علوي ووئيل پاکستان هر كال کشميريانو سره د فرورۍ پنځمه نېټه د كشمير يوالي ورځ په توګه لمانځي دغسې چې په نړيواله ورورولۍ او ملګرو ملتونو زور راوړي چې هغه د خپلو قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو لمخې د كشمير مسئله حل كړي۔ هغه ووئيل پاکستان به د کشميريانو د آزادۍ د هلو ځلو سياسي، سفارتي او اخل??قي ملاتړ جاري ساتي