اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د مسيحي ټولنې پشمول اقليت??نه د هېواد په پرمختګ كښې مهم كردار لري٬د اوسنو حالاتو تر مخه د امن او امان پېغام خپرولو ضرورت دے۔ده دا خبرې د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې د كرسمس په اړ?? دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔ده د پاكستان پشمول په ټوله نړۍ كښې مسيحي ټولنې ته مباركي وركولو سره ووئيل دا ورځ د حضرت عيسٰی عليه السلام په تعليمات د عمل كولو د عزم د پخلي كولو موقع ده ٬هغه د امن پېغام رسونكے ؤ ٬په مذ??بي تعليمات كښې ورورولي او يو بل معاف كول لويه درجه لري٬په نړۍ كښې د دې پېغام عام كولو ضرورت دے۔ده ووئيل په نړۍ كښې جنګ??نه او قتل??نه روان دي٬په ماشومانو او مېرمنو ظلم??نه كېږي٬هر چرچ د دې ظلم او جنګ نفي كوي۔ده ووئيل په نړۍ كښې امن لپاره د هڅو كولو ضرورت دے۔صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل د سيالكوټ پېښه د شرمندګۍ وړ ده۔ده د امن په اړه د اسلامي او مسيحي تعليمات حواله وركولو سره ووئيل په نړۍ كښې امن لپاره په دې تعليمات د عمل كولو ضرورت دے۔د دې څخه وړاندې دستورې ته په خپله وېنا كښې د مذ??بي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري د پاكستان پشمول په ټوله نړۍ كښې مسيحي ټولنې ته د كرسمس مباركي وركړه۔ده ووئيل د لوي څښتن ټول انبياﺀ كرام٬پیغمبران٬مذهب??نه او اديان د امن او محبت درس وركوي٬زمونږ پېغام دا دے چې پاكستان د ټولو دے۔په ټولنه كښې ټول خپل حق??نه لري او په عزت سره ژوند تېروي۔دستورې ته د مذ??بي چارو او د مذ??بونو د همغږۍ پارليماني سېكرټري شنيلا روته هم وېنا وكړه۔د دستورې په مهال صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د كرسمس كيك هم پري كړو